د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د سپتمبر په پنځه نېته په سيډنی کې د استراليا د نوی جنوب واليس ايالت له والی موريس ايما سره خبرې اترې وکړې.
رئيس هو جين تاو څرګنده کړه: په تېرو څو کلونو کې چين له دغه ايالت سره ښه همکاری کړی دی. ښاغلي ايما وويل: له پنځه ديرشو کلونو راهيسی، د دواړو خواوو ترمنځ ښو اړيکو د دغه ايالت په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. دغه ايالت هيله لري چې د چين او استراليا ترمنځ همکاری لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.
رئيس هو جين تاو د سپتمبر د پنځمې نېټې له غرمی نه وروسته سدنی ته ورسيد. دی به له سيدنی څخه د ليدنې په ترڅ کې د استراليا له صدراعظم سره خبرې اترې وکړي او له دې وروسته به د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادی همکارۍ سازمان د مشرانو د نارسمی غونډې په ګډون په يو لړ فعاليتونه کې هم برخه واخلي.