چين ته د سفر پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين د داخلی مغولستان په خپلواکه سيمه کې د بادان جی لين په نامه صحراوی منظرې په هکله معلومات درکړو.
د بادان جی لين صحرا د داخلی مغولستان د خپلواکی سيمی د الاشانيوچی ولسوالی په شمال کې پرته ده او عمده پراخوالی اوه څلويښت زره مربع کيلومترو ته رسېږي چې په نړۍ کې څلورمه او په چين کې درېيمه لويه صحرا ده. سيلانې أغلې مير چې څو څو ځله يې له کشافۍ سره صحراګانو ته سفر کړی، د لومړی ځل لپاره بادان جی لين ته راغلی او دلته د صحراوي منظرې ډېره ستاينه کوي. هغې وويل مازديګر مهال د مځکی پر سطح باندې بوډۍ ټال ته ورته رنګ رامنځته کېږي چې دغه منظره ډېره ښکلې وي. ما د دغه ځای د يادونې لپاره زيات عکسونه اخيستي دي.
په بادان جی لين کې د شګی غرونه يوه بله ځانګړې منظره ده. د زرګونو کلونو په اوږدو کې په صحرا کې د سختو بادونو د لګېدو له امله د شګو له حرکت وروسته د شګو غرونه رامنځته شوي دي. د صحرا په منځ کې د شګو غرونه سمندری څپو ته ورته دی. د بی لو تو په نامه د شګو غر تر ټولو لوړ دی چې لوړوالی يې پنځه سوه مترو ته رسېږي او په چين او حتی په نړۍ کې د شګو تر ټولو لوړ غر دی. ښاغلي څای نان د يو کشافی کلب مشر دی چې له خپلې ډلی سره يو ځای دغه غره ته ختلی دی. هغه په دې هکله وويل د بی لو تو غر په صحرا کې د جو ما لانک ما غر په نامه يادېږي او د نړۍ د ټولو صحراګانو تر منځ ډېر لوړ دی. موږ ځينې وخت دغه غره ته د
ختلو په مهال لاسونه او پښې په ګډه کاروو چې ډېر ستونزمن کار دی.
ښاغلي څای نان وويل د بادان جی لين بله ځانګړتيا د شکو ښويدو له امله شرهار دی. د هوا د لوندوالی، تودوخی، د باد د لګېدنې سرعت بدلون او د چاپيريال د توپيرونو له امله د شګو د شرهار غږ هم تل بدلېږي. د بادان جی لين په صحراوی سيمه کې د شګو ډېری زيات دی چې تل بهېږي اود صحرا د عمده پراخوالی په سلو کې دری اتيا برخه نيسي. د شګو د زياتو دغو ډېريو ښوئيدو له امله شرهار رامنځته کېږي، د شګې هغه ډېری چې لوړتيا يې دوه سوه مترو ته رسېږي، له څوکی څخه يې ښکته خوا ته د شګو ښوئيدو په ترڅ کې لوړ غږ رامنځته کېږي چې په لس ګونه کيلومتره پراخوالي کې خپرېږي. د شګو ښوئيدو په ترڅ کې ځيني غږونه ښکلي او ځينی نور يې ډېر ويرونکی وي. ښاغلي څای نان چې د کشافی ډلی د مشر دنده پر غاړه لری، د لومړی ځل لپاره د با دان جی لين شګو د شرهار اوريدلو په وخت کې دی هم ډېر حيران و. هغه وويل د شګو د ډيری لاندی برخې ته د ورتګ په ترڅ کې مو تر پښو لاندی عجيب اوازونه رامنځته شول. وروسته پوه شوو چې دغه اواز د شګو شرهار دی. زموږ تر پښو لاندی د شګو لوړ اواز په هغه وخت کې موږ ډېر ووېرولو.
د بادان جی لين په صحرا کې جهيلونه او چينې هم يوه ډېره ښکلې او عجيبه منظره ده. په دغه صحرا کې يو سل او ديارلس جهيلونه شته او د تعجب وړ خبره دا ده چې د دغو جهيلونو پر غاړو او په جهيلونو کې د چينو لويې او کوچنۍ خولي شته.په صحرا کې د اوبو د موجوديت له امله ژوند موجود دی. په بادان جی لين کې هر ځای چې جهيل وي، هلته خلک هم اوسېږي. په دغه صحرا کې ديرش کورنی ژوند کوي چې نسل په نسل هلته اوسيدلی دی. ځاګانکو يو ځايي مالدار دی چې د يو کوچني جهيل پر غاړه
اوسېږي او د سل ګونو مترو په پراخوالی کې يوازې د ده کورنۍ اوسېږي.
هغه وويل دا يوه کلي ده چې موږ د خپل ژوند لپاره د اوښانو او پسونو په مالداری لاس پوری کوو. دلته جهيلونه شته او د يو جهيل پر غاړه يوه کورنۍ شته چې په عمده توګه ديرش کورنۍ او ديرش جهيلونه موجود دی او د وګړيو شمېر سلو ته رسېږي.
لا تر اوسه پوری د با دان جی لين په صحراوی سيمه کې اوسيدونکی پاکه هوا تنفس کوي چې هېڅ ککړتيا نه لري، د پاکو چينو اوبه څښی، په خپلو کورنيو کې پاک سابه او ميوې خوري او أرام او نيکمرغه ژوند تيروي. د دغه ځای اوسيدونکی ډېر مېلمه پال او ساده دي. د دوی په کورنيو کې يو څوک د چای څښلو او ډوډی خوړلو په وخت کې هيڅ پيسو ته اړتيا نه لری او مېلمانه په کې د خپلو کورنيو احساس کوی.