<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-06 19:51:10    
د روسي قوم د يوې کورنۍ کيسه

cri

محترمو دوستانو ، د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ايي نينګ په ښار کې يوه ځانګړې حوېلي شته چې د شپږو کورونو روسان پکې اوسيږي ، د دوي تر منځ د روسي قوم د ښوونځي مشر ښاغلي نيکولا ، د اکورديون ترميمونکی اليکساندر ، ډوډۍ پلورنکې ميرمن دينا اوداسې نورديادونې وړ نومونه دي ، اوس مونږ تاسو ته په دغه حوېلۍ کې د اوسيدونکو په اړه يوه کيسه وړاندې کوو ،

سپين سرې نينا د دغې حوېلۍ څښتنه ده چې روان کال يې عمر شپږ اويا کلونو ته رسيدلی دی ، هغې په دغه حوېلۍ کې څلويښت کاله ژوند کړی دی ،په دغه حوېلۍ کې شپږ کورونه شته چې د اوسيدونکو شمير يې له ديرشو تنو څخه زيات دی ، د نينا پرکور سربيره په نورو پنځو کورونو کې په جلاجلا توګه ددې پنځه اولادونه اوسيږي

سپين سرې نينا له روسي قوم سره تړاو لري ، په چين کې د روسي قوم وګړي د روسانو اولادونه دي ،د اتلسمې پيړۍ په پاي کې ځينو روسانو په پر له پسي توګه له روسيې څخه د چين د شينجيانګ سيمې ته کډه وکړه او ورو ورو هلته په يو قوم وګرځيدل ، د سپين سرې نينا پلار او مور له څه باندې اويا کلونو مخکې له روسيې څخه شينجيانګ ته راغلي دي ، ميرمن نينااو ددې ميړه شپاړس کوچنيان لري ، ميرمن نينا وويل اوس زه اته زامن او څلور لوڼې لرم ، دوي ټول لوي شوي ، او اوس زمونږ ژوند ډېر ښه دی ٠

د سپين سر نينا ځينې اولادونه په نورو هېوادونو کې او ځينې يې د چين په نورو ښارونو کې کارکوي ، د نينا کشره لور ريدا په کور کې ده ، هغې زمونږ خبريال ته وويل  زه په ١٩٧١ کال کې زيږيدلې يم ، زه ډېر مشر وروڼه او خويندي لرم د کوچنيتوب په وخت کې مونږ ټولو سره يو ځای په خوشالۍ سره ژوند او لوبې کولې

د ريدا ميړه ښاغلی نيکولاد شينجيانګ سيمې د ايي نينګ ښار د روسي قوم د يو ښوونځي مشر دی ، دغه ښوونځي په ايي نينګ ښار کې د روسي قوم يوازنی ښوونځی دی او هم په ټول شينجيانګ کې يوازنی ښوونځی دی چې په چيني او روسي ژبو پکې درسونه ورکول کيږي ، دغه ښوونځی په ١٩٨٥ کال کې جوړشوی دی او اوس څه دپاسه يو سل او ديرش تنه زده کوونکي پکې زده کړه کوي ، ښاغلي نيکولا زمونږ خبريال ته وويل  په ١٩٩٧ کال کې د اړوندو څانګو د څيړنو او د روسي قوم د وګړيو د غوښتنو له مخې مونږ پريکړه وکړه چې په دغه ښوونځي کې په چيني او روسي ژبو سره درسونه ورکړی شي ، اوس د روسي ژبې زده کړه د يو عمده درس په توګه ټاکل شوې ده ٠

ښاغلی اليکساندر د ميرمن نينا څلورم زوی دی چې روان کال يې عمراته څلويښتو کلونو ته رسيدلی دی ، دده درې کوچنيان اوس د روسي قوم په ښوونځي کې زده کړه کوي ، دی هره ورځ په خپل دکان کې اکروديون ترميموي ،، دی نه يوازې د اکروديون ترميمونکی دی بلکې د اکروديون ډېر ښه غږونکی هم دی ، هره ورځ د کار د پيل مخکې دی د اکروديون په وسيله يوه نغمه غږوي ،  ده وويل زما پلار او مور له موسيقي سره ډېره علاقه او مينه لري ، ما د کوچنيتوب په موده کې د اکروديون سره ډېره مينه درلوده، که څه هم دی يو مسلکي هنرمند نه دی ،

خو د نندارو ښودلو لپاره د چين پلازمېنې بيجنګ او د شينجنيګ سيمې مرکز اورومچي ښارونو ته تللی دی ٠

د اکروديون د ترميمولو لپاره د اليکساندر دکان په ١٩٩٠ کال کې پرانيستل شو، له دې مخکې ده د شينجيانګ په نورو ځايونو کې د وګړيو لپاره دکروديون ترميماوه

نو له دې امله د شينجيانګ په زياتو ځايونو کې کڼ شمير خلک اليکساندر پيژني

د اليکساندر د دکان ترڅنګ د ده د کشرې خور دينا د کېک پلورونکی دکان دی ، ميرمن دينا د سپين سرې نينا مشره خور ده ، که څه هم دا يو ډېر کوچنی دکان دی ، خو په دغه سيمه کې يوازنی دکان دی چې روسي کيک او ډوډۍ پکې پخيږي او پخول شوي ډوډۍ او کيک يې ډېر خوندور دی او ډېر خلک ورسره مينه لري ٠

ليما د سپين سرې نينا د مشر زوي پخوانۍ ښځه ده ، څو کاله مخکې د سپين سر نيما مشر زوي د ناروغۍ له امله مړشو، ميرمن ليما هم بيا واده وکړ ، خو بيا هم د نينا په حوېلۍ کې پاته شوه ، په دغه حوېلۍ کې ټول اوسيدونکي له دغه انګړ سره ژور احساسات لري ، د سپين سرې نينا کشرې لور زمونږ خبريال ته وويل په دغه حوېلۍ کې د وروڼو او خويندو ترمنځ ډېر ښه او ژور احساسات موجود دي ،

سپين سرې نينا مونږ ته وويل څرنګه چې دوي د دغه ځای له طبيعي چاپيريال سره مينه لري ، نو دوي به په دغه ځای کې خپل ژوند ته دوام ورکړي ٠