<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-08 19:46:22    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – درنو اورېدونكيو له هر څه مخكې مې سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم، هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي او هم تل د ژوند په نورو چارو كې بريالي او خوشاله وئ. هيله ده د خپلو يا هم د نورو اورېدونكيو د ليكونو اورېدلو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د افغان كلتوري بهير د مشر سيف الرحمن هاشمي او د ده د مرستيال سيد وارث حنيفي له خوا په ګډه رالېږل شوى ليك را اخلم چې د صوبه سرحد له كوهاټ څخه يې را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته نېكې هيلې او سلامونه وړاندې كړي او بيا يې ليكلي: افغان كلتوري بهير وياړي چې د پښتو خپرونې د مركې وخت وركړ، الله دې وكړي، دوى دعا كوي، چې د چين نړيواله راډيو همداسې نور پرمختګونه هم وكړي. ښاغلى هاشمي بيا د راډيو همكارانو ته دا خبره اړينه بولي چې له پښتو خپرونې سره يې په مركه كې، په خپله وينا يوه تېروتنه كړې وه او هغه دا چې د خپلو ملګريو شمېر يې اتيا تنه ښودلى و، په داسې حال كې چې دغه شمېر 130 تنو ته رسېدلى دى، بيا د دغې تېروتنې د سمولو هيله كوي. نو ښاغلى هاشمي، ستا مركه خو مخكې خپره شوې، دا دى ستاسې د خپل ليك له لارې تېروتنه سمه شوه، خداى وكړي چې د ملګرو په زياتېدو سره ستاسې تر منځ همكاري زياته شي او خپلو كلتوري خدمتونو ته دوام وركړئ. اورېدونكى سيف الرحمن هاشمي په خپل يو بل ليك كې ليكي: اوس مهال ډېرې راډيوګانې پښتو خپرونې لري چې د ده په خبره په زړه پورې او معياري دي. بيا وايي: ماته په خپله د چين راډيو او په ځانګړې توګه چينايان ډېر ګران دي، نو له همدې امله پښتو خپرونې ته يو وړانديز لرم، هيله ده چې راسره ويې منئ، هغه دا چې، ښاغلى هاشمي ليكي، ستاسې د خپرونې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، خو د ادب په اړه هېڅ پروګرام په كې نه شته، كه څه هم، دى زياتوي، تاسې د هنر او كلتور په اړه پروګرام لرئ، خو د ادب پالو او شاعرانو سره اړيكې نه لرئ چې بازار يې ګرم وساتئ، يو داسې پروګرام چې له شاعرانو سره په كې مركې وكړئ، د هغوى د غونډو راپورونه، په اوونۍ كې د پښتو خپرونو او هم په دې اړه معلومات چې په نړۍ كې د پښتو لپاره څوك څنګه او څومره هلې ځلې كوي! بيا ليكي: دغه ډول پروګرامونه چې په پېښور كې يې زما يو شمېر ملګري هم جوړوي ډېر ښه اورېدونكي لري، بيا د خپل هوډ يادونه كوي او وايي له همدې امله دى هم غواړي دې ته ورته پروګرامونو په جوړولو كې د چين نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې سره همكاري وكړي. اورېدونكى سيف الرحمن هاشمي ستاسې له ليك او ګټورو وړانديزنو زياته مننه، لكه څنګه چې تاسې په خپل ليك كې يادونه كړې وه، پښتو خپرونه اوس مهال له ادب سره تړلى د هنر او كلتور پروګرام لري چې په ترڅ كې يې په چين كې د هنري او كلتوري پرمختياوو په اړه اورېدونكيو ته معلومات وړاندې كوي، په پام كې ده چې په راتلونكي كې د پښتو خپرونې وخت زيات شي، نو په هغه وخت ښايي د پښتو ادب په اړه يو پروګرام هم په پام كې ونيول شي.

- له كندهار څخه د پښتونخوا چاينا كلب مشر عارف بختيار په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: موږ د جوزا په مياشت كې اته يا نهه برېښنا ليكونه در واستول، خو ستاسې له خوا، دى وايي، هېڅ ځواب را نه كړى شو، نژدې دوولس كاله كېږي، نوموړى زياتوي، چې زموږ كلب جوړ شوى او اوس يې لمن ډېره پراخه شوې ده. زه د كلب مشر يم، دى وايي، او اوس په كندهار كې اوسېږم، په هنګو كې هم زموږ كلب فعال دى چې مشر يې احمد ګل دى او په ننګرهار كې زموږ د كلب چلوونكى ګل فراز دى. اورېدونكى عارف بختيار زياتوي: ستاسې د خپرونې اورېدونكي ورځ په ورځ زياتېږي، بيا د خپل كلب وړانديز ليكي او وايي: كه په افغانستان كې په اف اېم څپو خپلې خپرونې پيل كړى نو ډېرې ښې به اورېدل كېږي. اورېدونكى عارف بختيار زياتوي: پر اېنټرنېټ د سي آر آى پښتو خپرونه ډېر كم معلومات لري، لكه د خپرونې د كاركوونكيو انځورونه، د هرې اوونۍ د (موږ او اورېدونكي) پروګرام بايد پر وېبپاڼه خپور شي. نو قدرمنه عارف بختيار، د چين نړيوالې راډيو پښتو وېبپاڼه ډېره پراخه او له معلوماتو ډكه ده، هر پروګرام پر اېنټرنېټ په ليكنې بڼه خپرېږي او هم يې مينه وال اورېدى شي، پر دې سربېره تاسې پر وېبپاڼه د پښتو خپرونې د همكارانو پېژندګلوي او انځورونه هم لوستلى او كتلى شئ.

- دغه راز له هنګو څخه د همدغه كلب پښتونخوا چاينا كلب چلوونكي احمد ګل هم د كلب له نورو ملګريو سره ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: ستاسې له خوا زموږ كلب ته فرهنګي مواد راورسېدل، په دغه وخت كې زموږ د كلب مشر عارف بختيار هم په رخصتۍ راغلى و، دلته د كلب ټول ملګري سره راغونډ شول او د سي آر آى پښتو خپرونې د پښتونخوا چاينا كلب د فعاليتونو په اړه يې يوه غونډه ترسره كړه. اورېدونكى احمد ګل زياتوي: په غونډه كې د كلب د فعاليتونو په اړه ګټور نظرونه او وړانديزونه واورول شول، چې له مخې به يې، دى وايي، د كلب فعاليتونه دوام ولري.

- د پاكستان له هريپور څخه د باختر كلب مشر سيد رحمن بهير د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته له سلامونو وروسته خپل ليك په ګيلو پيل كړى او ليكي: نيوكې او وړانديزونه خو نه درلېږو، ځكه چې تاسې غور پرې نه كوئ، خو خپل قلمي اړيكي به درسره ساتو. بيا وايي: ستاسې راډيو د افغانستان او چين خلكو تر منځ د يو پل حيثيت لري، او زموږ هېوادوال، نوموړى وايي، يوازې ستاسې د راډيو له لارې د چين له حالاتو خبرېږي. كه څه هم اورېدونكي سيد رحمن بهير په پيل كې د وړانديز نه كولو خبره كړې وه، خو بيا ليكي: زه وايم بايد د پروګرامونو وخت لږ نور هم زيات كړئ او مطبوعات بايد په پر له پسې توګه اورېدونكيو ته واستوئ. نوموړى د خپل ليك په پاى كې پوښتنه كوي او وايي: آيا رښتيا هم چين د بيزوګانو روزل شوى پوځ لري؟ د اورېدونكي سيد رحمن بهير له ليك مننه كوو، او هم يې پوښتنې ته په ځواب كې وايوو چې چين د بيزوګانو روزل شوى پوځ نه لري.

- د پېښور له زرګر آباد څخه شېرولي خان په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: خپرونې مو ښې او صفا اورېدل كېږي، موږ يې ډېرې خوښوو او هر وخت يې اورو. بيا وايي: غواړم پر تاسو د خوشالۍ يو زېرى وكړم او هغه دا چې په راتلونكې مياشت كې (چې د تېر جولاى مياشت يې ښودلې) د سي آر آى دايمي اورېدونكي زما زوى او د خيبر لسنرز كلب مشر قاري نعمت الله د واده نېټه ټاكل كېږي. د سي آر آى اورېدونكيو ته به هم په دغه خوشالۍ كې د ګډون بلنه وركړى شي. او غواړم دى وايي چې د سي آر آى پښتو خپرونې همكاران هم په دغه ښادۍ كې شركت وكړي. ستاسې ګډون، اورېدونكى شېرولي خان ليكي، زموږ لپاره د وياړ خبره او لوى مقام دى. بيا هيله كوي چې په واده كې د نه ګډون په حال كې د واده زلمي ته، دى وايي، د ګرځند ټليفون يوه ښايسته ډالۍ يا سوغات راولېږئ، دغه ډالۍ به، نوموړى زياتوي، د سي آر آى د ګډون يوه نښه او د ده په وينا زما د زوى لپاره د واده مباركي وي. نو اورېدونكى شېرولي خانه، موږ هم ستا د كورنۍ په خوشالۍ كې ګډون لرو، ستا زوى لپاره د نېكمرغه ژوند هيله من يوو، نو څرنګه چې د خپرونې د پاى شېبې دي، نو د ګرځند تليفون نه، بلكه نغمې په غږ يوې سندرې سره به ستا د زوى او كورنۍ په خوښۍ كې در شريك شو.

درنو اورېدونكيو د نغمې سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.