د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو له استراليا څخه له ليدنې او په سيدني ښار کې د اپيک سازمان په پنځلسمه نارسمی سرمشريزه غونډه کې له ګډون وروسته، د سپتمبر په لسمه نېټه بيرته بېجينګ ته راستون شو.
سږ کال د چين او استراليا تر منځ د اړيکو ټينګېدو پنځه دېرشمه کليزه ده. د رئيس هو جين تاو دغه ليدنه له استراليا څخه د ده له پخوانۍ ليدنې څلور کاله وروسته تر سره شوه. د روان کال د اپيک سازمان په سرمشريزه غونډه کې ښاغلي هو جين تاو د اقليمی بدلون او د دغه سازمان د پرمختګ په اړه د چين دريځ څرګند کړ.