د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د چارواکيو په وينا د دغه هېواد په جنوب هلمند ولايت کې د سپتمبر په لسمه نېته د پوليسو په وړاندی د ځان وژنی د موټر بمي چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه شپږويشت تنه ووژل او اوه پنځوس تنه نور ټپيان شول.
د هلمند ولايت د ګرشک سيمی مشر عبدالمناف خان د سپتمبر په لسمه نيټه وويل چاودنه په همدې ورځ ماښام د پوليسو چوڼۍ ته په نژدی ځای کې وشوه. بريد کوونکی د خپل بم وړونکی موټر د پوليسو د موټرونو له کاروان سره ټکر کړ چې د چاودنې له امله يې پوليسو او عامو وګړيو ترمنځ دغه درنه مرګژوبله رامنځته شوه.