د چين د کمونست ګوند د نښان اصلي رنګ سور دی او ورباندی ژيړ سوټک او لور ليدل کېږي.سور رنګ د انقلاب ، ژيړ سوټک او لور د کارګرانو او بزګرانو د کاري وسيلو استازيتوب کوي چې د چين کمونست ګوند د کارګرې طبقې د مخکښې ډلې سمبول دی ، د کارګرې طبقې او ګڼ شمېر وګړيو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي.
د چين د کمونست ګوند د بيرغ اصلي رنګ سور دی او طلايي نښان ورباندی ليدل کېږي.
د چين د کمونست ګوند نښان او بيرغ د دغه ګوند سمبول او نښه ده.د دغه ګوند بېلا بېلې کچې سازمانونه او غړي بايد د ګوندي نښان او بيرغ حيثيت او درنښت وساتي او بايد د ټاکلو مقرراتو سره سم ګوندي نښان او بيرغ جوړ او استعمال کړي.