<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-13 19:02:15    
د شان نان په نامه سيمه د تبت د تاريخي کلتور زيږنځی دی

cri

محترمو دوستانو د شان نان په نامه سيمه د نيانچينګ تانګولا او ګانديس غرونو په جنوب او د يالوځانګبو سيند په منځني او پاسنۍ برخه کې واقع ده او په تبت کې تر ټولو ډېره سمسوره سيمه اوهم د تبت د تاريخي کلتوريو زيږنځی دی ، په دغه سيمه کې د تبت لومړنۍ ماڼۍ او لومړنی معبد شته دي او د تبت د توبوپه نامه د امپراطورۍ سلسله په دغه سيمه کې رامنځته شوې ده ٠ د تبت د شان نان سيمې د پخوانيو أبداتو او اثارو د ادارې مشر ښاغلي دندويجاچو زمونږ خبريال ته وويل  د يالونګ سيمه د توبو امپراطوري سلسلې د رامنځته کيدو ځای و او په دغه ځای کې زياتې ماڼۍګانې ، معبدونه او پخواني مقبرې راپاتې شوې دي ، د چونګ جې په نامه تبتي مقبرې اوس په چين کې د مهمو اثارو په توګه ټاکل شوی دی ، ځکه چې په دغه ځای کې د تبت د سونځانګانبو امپراطور په ګډون د زياتو تبتي امپراطورانو هديرې پرتې دي ، ښاغلي ګندونجاچووويل په شان نان سيمه کې ترټولو مشهورتاريخي او کلتوري ميراث يونبولاکانګ ماڼۍ ، څانګجو او سان يې معبدونه دي ، يونبولاکانګ ماڼۍ د تبت په تاريخ کې لومړنۍ ماڼۍ ده چې د ميلاد له دوهم پيړۍ مخکې د تبت د لومړي امپراطور ليچيځانپو لپاره جوړه شوه ٠د دغې ماڼۍ د ادارې ډلې مشر ښاغلي پوبودوجي وويل  يونبولاکانګ ماڼۍ د تبت په تاريخ کې لومړۍماڼۍده ، د تبت لومړي امپراطور ليچيځانپو او امپراتور

سونځانګانبوپه دغه ماڼۍ کې اوسيدل ، کله چې د تبت په لاسا کې د بودالا ماڼۍ جوړه شوه ، دغه ماڼۍ په يو معبد بدله شوه او اوس دا ماڼۍ په تبت کې د د پخوانيو أبداتو او اثارو د ساتنې يو مهم ځای او د دولتي کچې ديو توريستي ځای په توګه ټاکل شوی دی ٠ د يونبولاکانګ په ماڼۍ کې ډېر زيات ښکلي ديوالي تصويرونه او انځورونه ساتل شوي چې ترې د تبت زياتې تاريخي کيسې څرګنديږي ٠د يونبولاکانګ ماڼۍ د ادارې ډلې مشر پوبودوجي وويل هره ورځ بيشماره کورني او بهرني سيلانيان له دغې ماڼۍ څخه د ليدنې لپاره دلته راځي ، خبريال په دې ځای کې د بلژيک د يوې ښځينه سيلانۍ سره چې ماسيرا دبيرک نوميږي مرکه وکړه ، هغې زمونږ خبريال ته وويل دغه ماڼۍ ډېره ښکلې ده ، مخکې له دې زه د سانيې معبد ته هم تللې وم ، دا ځای زمونږ د سفر دوهم ځای دی ،

سانيې معبد د جوړيدو راهيسي څه دپاسه زر کلن تاريخ لري ، دغه معبد د تبتي قوم له کڼ شمير پخوانيو ځايونو او اثارو څخه ډېر اوږد تاريخ لرونکی معبد دی ، د دغه معبد اصلي ودانۍ يوه درې پوړيزه ماڼۍ ده چې لومړی ، دوهم او دريم پوړ په جلاجلا توګه د تبت ، د چين د هان قوم او د هند په سبک جوړشوي دي او د تبت د توبو په امپراطوري لړۍ کې تر ټولو عظيمه او لويه وداني وه ، په دغه معبد کې د توبو امپراطوري له سلسلې څخه د وروستنيو دورو د تاريخ ، مذهب ، ساختمان ، ديوالي انځورونو او حکاکۍ په ګډون په زياتو ساحو کې ارزښتناک ميراثونه ساتل شوي دي ، اصلي او فرعي وداني په ديوالي انځورونو ښکلې شوې چې د ديوالي انځورونو اوږدوالی يې دوه نوي مترو ته رسيږي ، له دغو انځورونو څخه په يو انځورکې په ځانګړي توګه سپورتي فعاليت کښل شوی دی چې وګړيو په أسانو

سپاره پکې د توپ لوبه کوي ، دا په نړۍ کې هم تر ټولو مخکې د سپورتي فعاليت په اړه کښل شوی انځور دی ٠

ښاغلي دين شي شو د چين د جنوب له شن جن ښار څخه دلته راغلی دی ، ده تل هېله درلوده چې تبت ته لاړشي ، اوس دی د خپلو څوتنه ملګرو سره يو ځای په موټر کې د تبت شان نان سيمې ته راغلي دي ، ده په خوشالۍ سره زمونږ خبريال ته وويل  په دغه سيمه کې طبيعي منظرې ډېرې ښکلې دي ، زما په أند په تبت کې پخواني ځايونه او اثار په ښه شان ساتل شوی دی ،

پر ماڼۍ کانو او معبدونوسر بيره د شان نان يالونګ سيمه هم د تبتي اوپيرا رامنځته کيدونکې سيمه ده ، پنځه سوه کاله مخکې يو بودايي چې تاندونجيبو نوميده په دغه ځای کې د يو پل د جوړولو لپاره د يو شمير ځوانانو په راسمبالولو سره هنري نندارې کولې چې د پل جوړولو پيسې راغونډې کړي ، د دوي لخوا ښودل شوې نندارې د وخت په تيريدوسره دغه ننداره د يو ډول ثابتې نندارې يعني د تبتي اوپرا په توګه وټاکل شوه ٠

اوس د تبت د شان نان سيمې ځانګړي رسم رواجونه ، تبتي کلتور او ښکلې طبيعي منظرې د نړۍ د بيلابيلو ځايونو بيشميره سيلانيان راجلبوي