<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-13 19:05:38    
د سره تاج يا کاکل لرونکو کلنګان ساتنې ځانګړې سيمه

cri

د چين په شمال ختيځ هي لونګ جيانګ ولايت کې د جالونګ په نامه د طبيعت ساتنې يوه سيمه شته چې پراخ چمنونه، لوي يا وړوکي جهيلونه او زيمناکې مځکی پکې خورې ورې پرتې دي چې دا د مرغانو په تيره بيا د سره تاج يا کاکل لرونکو کلنګان د ژوند او تکثير لپاره ښه ځايونه ګڼل کيږي.

د جالونګ د طبيعت ساتنې سيمه چې په نړۍ کې له مشهورو لندو ځايونو څخه شمېرل کېږي، پراخوالی يي دوه سوه او لس زره هکتاره دی او له نی څخه ډکه لويه زيمناکې مځکه هم په کې ليدل کېږي، نو د ډول ډول مرغانو د ژوند او تکثير يو جنت بلل کيږي ځکه چې هلته د دوی لپاره خوراکونه په اسانۍ سره موندل کېږي. د طبعيت ساتنې سيمې کارکوونکي وانګ کون وويل په نړۍ کې د جالونګ سيمې د دومره شهرت لاملونه په دې ډول دی: لومړی دا چې دلته په اسيا کې لومړی او په نړۍ کې څلورمه لويه زيمناکې مځکه موجوده ده. دوهم دا چې دغه زيمناکې مځکه په پوره توګه طبيعی بڼه لری او هيڅ انساني فعاليت پکې نه ليدل کېږي، نو دغه زيمناکې مځکه بالکل نه ده ويجاړه شوې.

جالونګ د سره تاج يا کاکل لرونکو کلنګی چرګانو د طبيعي استوګنې ځای دی. د سيلانۍ لارښوونکې پيغلې ليو نان په وينا د دغه ډول کلنګيو په هکله يوه ښکلی کيسه هم شته. وايي چې يو وړوکی تور ښامار له يو شيطانی سپين ښامار سره نهه څلويښته ورځې جګړه وکړه چې په پاي کې تور ښامار سپين ښامار ته ماتی ورکړه، خو تور ښامار هم ټپی شو او هوا ته د الوتنې توان يي له لاسه ورکړ چې له امله يې پر ځمکه د غورځېدلو له امله يوه لويه کنده جوړه شوه. په دې وخت کې کلنګ وغوښتل چې تور ښامار ته وژغوري، نو له اوبو څخه يې د دغې کندې ډکولو لپاره له لانده ځاي

څخه اوبه راوړې چې په پايله کې يي يو شمېر جهيلونه رامنځته شول.

د جالونګ په سيمه کې اوبه ډيرې پاکې دي او سره تاج يا کاکل لرونکي کلنګان کوچني کبان، شيريمپونه، صدفونه او نباتات خوري. دلته جګ جګ ني زيات ولاړ دی چې حتی درې متره جګوالی لری او د مرغانو د ژوند او تکثير لپاره يوه ډيره مناسبه سيمه ده. هر کال د مارچ په مياشت کې د سره تاج يا کاکل لرونکي کلنګی چرګان ډله په ډله د چين له جنوب څخه د هګيو اچولو لپاره دلته راځي.

د جالونګ سيمې د الکولوژيک چاپيريال د ښه ساتلو لپاره ځايي حکومت د سيلانۍ سيمې لندو ځايونو ته څيرمه جوړې کړې او سيلانيانو ته اجازه نه ورکوي چې د طبيعت ساتنې سيمو ته ننوځي. سيلانيان يوازی له هغه برج څخه چې ديرش متره جګوالی لری، په دوربين سره دغه ښکلی مرغان کتلی شي.

د دغو ښکليو او ارزښتناکو مرغانو د ساتلو لپاره په ځالونګ کې په ١٩٧٩ کال کې د مصنوعي تکثير او روزنې يوه اډه جوړه شوه چې تر اوسه ٦٤٠ سره تاج لرونکي کلنګان په کې روزل شويدي. روزل شوي کلنګي چرګوړي چې لوی شي، د وحشي کلنګانو په ډله کې ورګډېږي. د معلوماتو له مخې تازه روزل شوی څلويښت چرګوړي اوس ښه وده کوي. د کارکوونکي وانګ کون په وينا يوه کلنګه هر کال دوه هګۍ اچوی او د اکتوبر په پاي يا د نومبر په سر کې د يخ ژمي د تيرولو لپاره خپل بچيان د چين جنوب ته وړي او د دوهم کال په پسرلي کې يي بيا شمال ته وړي چې هګۍ واچوي. د مصنوعي تکثير لاره مو دا ده چې له دوو هګيو څخه يوه هګۍ غلا کوو، نو کلنګه به بله هګۍ واچوي. که دوه هګۍ ټولې يووړل شی، کلنګه به نورې دوه هګۍ هم واچوی. که بيا يووړل شی، کلنګه به بل ځاي ته والووزي ځکه چې هلته به د امن احساسات ونه کړي.

د يو بل روزونکي په وينا چې شوجين فونګ نوميږی، په مصنوعی ډول روزل شوي کلنګان ډير خبره منوکي او أرام دي او له انسان څخه نه وېرېږي.

خبريال: د کلنګانو له روزلو څخه څه خوند اخلئ؟

ښاغلي شو: ډېر د خوشالۍ ځای وي کله چې کلنګان نڅا کوي.

خبريال: کله نڅا کوي؟

ښاغلي شو: سهار چې دوی ته خواړه ورکوو، نڅا کوی او يا په اسمان کې له الوتنې وروسته هم. يوکلنګ چې تير کال می يې ټپ جوړ کړی، اوس هر سهار زما انتظار کوی او له الوتنې وروسته سمدلاسه زما مخکې دريږي او نڅا کوی.

سيلانيان چې په ځالونګ کې د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږۍ حالت ګوري، نو له سيلانۍ څخه دوه برابره خوند اخلي.