<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-15 18:10:23    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – له هر څه مخكې درنو اورېدونكيو زما امان الله عمران سلامونه او نېكې هيلې ومنئ! دا دى بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او اورېدو ته مو يې هركلى كوم، هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي او هم تل د ژوند په نورو چارو كې بريالي او خوشاله وئ. هيله ده د خپلو يا هم د نورو اورېدونكيو د ليكونو اورېدلو لپاره تر پايه راسره پاتې شئ!

- لومړى د پاك افغان كلب مشرې بي بي شمايلې سلطان ليك را اخلم چې د پاكستان له مانسهرې څخه يې را استولى دى. د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: دوستانو! زه هم غواړم چې د كلبونو په سيالۍ كې ګډون وكړم، نو د خپل ځان او خپل كلب په اړه درته ليكم: نوم مې شمايله او تخلص مې سلطان دى، يوه پاكستانۍ نجلۍ يم او عمر مې شل كاله دى. ښوونځى مې تر لسم ټولګي پورې لوستى دى. له (2006) كال راهيسې ستاسو خپرونه اورم، او په ډېر لنډ وخت كې مې تاسو ته زيات ليكونه دراستولي دي. په (2007) كال كې مې د خراسان كلب د مسئول په لارښوونه يو كلب جوړ كړ، او د (پاك افغان) كلب نوم مو پرې كېښود. په لومړيو كې زه د خراسان كلب يوه غړې وم، د وخت په تېرېدو سره د نجونو شمېر زيات شو، نو د يوې غونډې په ترڅ كې چې، دا وايي، ډېرو نجونو او نارينه اورېدونكيو په كې ګډون درلود د خپل كلب بنسټ مو كېښود. اورېدونكې شمايله زياتوي: په لومړيو كې زموږ د كلب د غړيو شمېر لس تنه و بيا ورو ورو زياتېده چې اوس يې، دا وايي، شمېر (50) تنو ته رسېږي، د دوى تر منځ ځينې يې د پښتو ژبې په ليك او لوست نه پوهېږي چې په ليك ليكنه كې بيا، دا ليكي، د خراسان كلب غړي ورسره مرسته كوي چې له مخې يې زموږ د كلب زياتو غړيو پښتو ليك زده كړى دى. اورېدونكې شمايله د خپل ليك په پاى كې زياتوي: موږ په اوونۍ كې يوه غونډه كوو چې هدف او موخه يې، د دې په وينا، يوازې د ښځينه اورېدونكو زياتوالى دى.

- دغه بل ليك هم د همدغه پاك افغان كلب يوې غړې بي بي سميرا زمان را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو پروګرام ته دا زما لسم ليك دى چې در استوم يې، خو د يو ليك ځواب مې هم تر اوسه نه دى اورېدلى. بيا ليكي: زه يوه زده كوونكې نجلۍ يم، په ښوونځي كې، دا وايي، ډېر زيات زده كوونكي له ما څخه ستاسو د خپرونې پته اخلي، خو له بده مرغه، دا شكايت كوي، چې د پاكټونو د نشتوالي له امله موږ ټول ښوونځي وال نه شو كولاى تاسو ته ليكونه در واستوو، نو هيله ده، نوموړې وايي، موږ ته پاكټونه راواستوئ چې زموږ زيات شمېر ښځينه ملګرې تاسو ته ليكونه درواستوي. اورېدونكې سميرا بيا د كلبونو ترمنځ په سياليو كې خپل كلب ته د ګډون فرصت وركولو هيله كوي. نوموړې بيا د خپل ليك په پاى كې د پښتو خپرونې د كاركوونكيو د انځورونو، مجلو، پښتو هندارې، پاكټونو او داسې نورو خپرنيزو توكيو د وراستولو غوښتنه كوي.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه د خراسان كلب غړى نياز علي خان په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا د خپلو ملګريو هر يو نثار احمد احمدي، اسامه امين، عامر تسليم، داد محمد وفا، ګل احمد تقوا، خان محمد سيند، فدا محمد فدا، علي محمد خاكسار، راز محمد وفا، قدرت الله ارماني، طارق الله همدرد، عبد الكبير محمدي، عبيد الله صديق، صداقت علي خان او ډاكټر عباس خان نومونه ليكلي او د دوى له خوا يې هم د سلامونو يادونه كړې ده. بيا ليكي: موږ ټول ستاسو خپرونه اورو، ستاسو له پروګرامونو مو، دى وايي، ډېر زيات سياسي، ټولنيز او فرهنګي معلومات ترلاسه كړي او په ځانګړې توګه د چين له كلتور، دودونو او رواجونو سره آشنا شوي يوو. اورېدونكى نياز علي خان بيا د پروګرامونو ستاينه كوي او ليكي: ټول پروګرامونه مو په زړه پورې او د ستاينې وړ دي، موږ ډېر ارزښت وركوو او د زړه په غوږونو يې اورو، خو د پروګرام وخت ډېر كم دى، نوموړى وايي، هيله ده د خپل پروګرام وخت زيات كړئ.

- دغه بل ليك هم له مانسهرې څخه اورېدونكي نصرت الله نصرت را استولى دى، له خپلوملګريو هر يو فضل الله عمري، فدا محمد، قسيم الله همدرد، رحمت الله، عرفان الله عرفان، سيد احمد احمدي او ذبيح الله مجاهد سره په ګډه يې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي دي. بيا ليكي: دا زما دوهم ليك دى چې ستاسو خپرونې ته يې در استوم، لومړى ليك مې خپور شو او هم مې ستاسې له خوا رالېږل شوي خپرنيز توكي ترلاسه كړل. اورېدونكى نصرت الله نصرت زياتوي: زه ستاسې ټول خپرونې په ډېره مينه اورم، ستاسې ټول پروګرامونه (موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، د چيني ژبې لوست، هنر او كلتور) او داسې نور ډېر په زړه پورې دي او موږ يې هر وخت اورو. له تاسې څخه مې غوښتنه دا ده، نوموړى وايي، چې د خپرونې وخت مو زيات كړئ.

- د پروګرام په دې برخه كې د هغو اورېدونكيو نومونه اخلم چې د بېجنګ اولمپيك سپورتي لوبو په اړه يې پوښتنپاڼې ډكې كړې او رالېږلې يې دي: د دوى تر منځ د لغمان كلب غړيو هر يو: فرهاد الله بېدار، قسيم الله همدرد، نور الله لغمانى، شرف الدين، عبد النبي بغلاني، افريدى، عبد الرازق، خالد ګل غمجن، مختار عمر، شمس الرحمن، فضل الله عمري، ابراهيم، اسامه، سلمان بټ، عظيم الله، اسماعيل شاهد، حضرت ولي، ياسر عمر عمري، رحمت الله، عبد الحميد قلميار، شمس الله زرقاوي، عاشق الله، عبد الله پكتياوال، عابد علي خان، روح الله او لطف الله عمري، دغه راز راز محمد وفا، عبد المجيد مجيد، فياض هارون، هدايت الله همت، رضوان خان، علي محمد خاكسار،اسامه امين، حمزه تسليم، ګل احمد تقوا، حضرت محمد، عزيز محمد توحيدي، داد محمد وفا، عبد العليم همت، د خراسان كلب غړي هر يو طاهر خان، فدا محمد فدا، كفتان همدرد، لبنى، عابده، عظمه، امين خاكسار، احمد خان لاهوري، راجه سعد خان، عبد الباسط لغمانى، زاهد خان سواتي، قسيم الله حقمل، حبيب الله درويش، عبد الولي قادري، عزيز الرحمن، اصيل محمد صديقي، عبد الشكور شاكر، رضا محمد، علا محمد درويش پكتياوال، سجاد الله سجاد او الله محمد درويش، پر دوى سربېره جميل الرحمن زاهدي، عبد الرحمن رحماني، محمد عابد ارماني،ضياء الرحمن ظاهري، عطاء الرحمن همدرد، مسلم خان محمدي، عمر سعيد، حبيب الله حبيب، عباس عباسي، عنايت الله عمر، عبيد الله صديق، محمد اصف علي، سيد عمر، عثمان خان، عامر تسليم، محمد نياز علي خان، نجيب الله همدرد، جمعه الدين احمدزى، سميع الله، نقيب الله شوګير او سردار خان باركزي ډكې كړې پوښتنپاڼې را استولې دي، موږ يې په خپل وار له ګډون ډېره مننه كوو، هيله د اولمپيك لوبو په اړه د خپلې خوښې معلومات د چين نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې او هم د پښتو خپرونې له وېبپاڼې ترلاسه كړئ.

- اوس نو بيا درنو اورېدونكيو د پروګرام پاى ته ورلنډېږو، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د اشرف ګلزار په غږ يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د اشرف ګلزار سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.