د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د المان حکومت د سپتمبر په نولسمه نېټه د کابينی په يوه غونډه کې پريکړه وکړه چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو د پاتې کېدو وخت يو کال نور هم اوږد کړي. دغه راز په افغانستان کې د دغه هېواد د تورنېډو په نامه د څارګرو الوتکو کاری وخت به هم اوږد شي. د اټکل له مخې: د المان پارلمان به د اکتوبر په لومړی لسيزه کې په دې اړه خپله وروستۍ پريکړه وکړي.
د المان د حکومت په اند، کله چې د افغانستان ځواکونه او پوليس پخپله د هېواد د امنيت ساتلو توان ومومي، بهرنی ځواکونه له دغه هېواد څخه وتلی شي.