<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-20 18:35:13    
د تبتي قوم د شيوې دون اختر

cri
محترمو دوستانو د روان کال د اګست له دوولسمې نېټې څخه تر اتلسمې نېټې پورې د چين د تبت د خپلواکې سيمې د تبتيانو د شيوې دون په نامه دوديزاختر و ،په دغه موده کې د تبت سيمې مرکز لاسا ښار د خوشالۍ او خوښۍ له فضا څخه ډک و او بې شميره تبتيانو چې ځينې يې له نورو ځايونو څخه لاسا ښار ته راغلي وو له زياتو سيلانيانو سره يو ځای په خوشالۍ سره د دغه اختر لمانځنه وکړه ، يا يې د اورلوبو او د تبتي اوپرا ننداره وکړه او يا يې خوندور خوراکونه وخوړل 

د شيوې دون په نامه اختر د چين د تبت سينې يو دوديز اختر دی ، شيوې دون په تبتي ژبه کې د يوې مستې ميلمستيا معنا لري ، نو ځکه خلکو دغه اختر د مستې اختر په نامه هم نومولی دی ،دغه اختر ديوولسمې ميلادي پيړۍ په نيمايي کې دود شوی، ده ،په دغه اختر کې تر ټولو مخکې بودايي انځور خلکو ته ښودل کيږي ، ورپسي د تبتي اوپرا وړاندې کيږي ، بيا د أسانو د ځغاستې او د غژغوايانو سيالۍ هم ترسره کيږي ٠

د بودايي انځور د ښودلو په فعاليت کې د لاسا ښار په لويديځ جې بونګ معبد کې د بودايي انځور ښودلو فعاليت ډېر د ليدو وړ دی ، د دغه معبد بودايي انځورد بودايي دين د بنسټ ايښودونکي ساکياموني تصوير و چې پريو رنګين وريښمين ټوکر باندې کښل شوی او پراخوالی يې پنځه سوه مربع مترو ته رسيدچې د باسکتبال د يو معياري ډګر څخه هم لوی ښکاريده،

ډېر زيات شمير تبتيانو د بودايي انځور د ليدنې لپاره د دې ورځې په بيګا شپه د جي بو معبد په شاوخوا ځاي کې کيږدۍ درولې وې او په وختي سهار لوړو ځايونو ته ورغلل.کله چې د بودايي بنسټ ايښودونکي ساکياموني لوي انځور ورو ورو خپريده ، دوي په ډېر احترام سره دغه انځور ته عبادت کاوه، سيلانيانو د خپلو کمرو په وسيله دغه منظره انځوروله ،  يو سيلاني وويل ما دغې منظرې ته ډېرانتظار وايست ، کله چې لوي بودايي انځور د خلکو په مخکې وښودل شو ، زه ډېر حيران او اغيزمن شو ٠

يو بل سيلاني وويل زما په أند بودايي انځور ښودل يو ډېر مقدس فعاليت دی

د شيوې دون اختر د پيل په ورځ تقريبأ يو لک او اتيا زره تنه ځايي وګړيو او نورو چيني او بهرنيو سيلانيانو د بودايي انځور د سودلو په فعاليت کې ګډون درلود، د سيلانيانو د راجلبولو لپاره د دغه اختر تشکيلاتي کميټې زيات تبليغاتي کارونه ترسره کړل ، د دغې کميټې چارواکي ښاغلي زاشيپينګڅو زمونږ خبريال ته وويل == اواز ٣ == تيرکال مونږ د هېواد په مختلفو لويو او منځنيو ښارونو کې د شيوې دون اختر په اړه په زياتو تبليغاتي فعاليتونو پيل وکړاو په دې اړه مو يوه رسمي ويبپاڼه هم جوړه کړه ٠ روان کال د هېواد دننه څه د پاسه لس انترنيت شبکو زمونږ د شويې دون اختر په اړه معلومات خپاره کړل ، مونږ کوشش کوو چې دغه اختر د وګړيو لپاره د خوښۍ او د نړېوالو د ليدو وړ اختروګرځي ٠

د بودايي انځورله ښودلو وروسته د شويې دون اختر د فعاليتون مرکز د لاسا ښار د نوربولينګکالوي باغ ته انتقال شو، دغه باغ پخوا د تبت د ځايي سياسي او ديني مشرانو دوبني باغ و ، د اختر په ورځو کې په دغه باغ او شاوخوا ځنګلونو کې د

تبتيانو لخوا زياتې رنګارنګې کيږدۍ درول شوې او داسې ښکاريده چې ګواکي د ټول لاسا ښار تبتي اوسيدونکي دغه شنو ځنګلونو ته په کډه ورغلي او په دغه ځای کې يې د خپلو دوستانو او خپلوانانو سره ساعتيري کوله او مېلې يې جوړولې ،زيات شمير سيلانيانو هم په دغو مېلو کې ګډون درلود ، -- اواز ٤ د اختر په موده کې د نوربولينګکا لوي باغ کې هره ورځ هنري نندارې او سپورتي سيالۍ ليدل کيدې ، د بيلګې په توګه د أسانو لوبې او د غژغوايانو سيالۍ بې شميره خلک راجلبول ،دغه دوه ډوله فعاليتونه تراوسه پورې د تبتي قوم په لويو جشنونو او اخترونو کې د دوديزو پروګرامونو په توګه تر اوسه پورې ساتل کيږي ٠

د شويې دون اختر د پيل ورځې په شپه د لاسا ښار د بودالاماڼۍ په مخکني لوي ډګر کې د اورلوبو فعاليت ترسره شو ٠

اوسنی شيوې دون اختر د بودايي انځور ښودلو ، هنري نندارو ورکولو ، سپورتي سياليو ، د پانګو راجلبولو او د سيلانۍ چارو د پرمخبيولو په ګډون يو لوي جشن ګرځيدلی دی ،

د لاسا ښاروالي مرستيال ښاغلي شيو چنګ چانګ د دغه اختر په اړه وويل د چين د لاسا د شيوې دون اختر د دغه ښار د اقتصادي پرمختګ او د پانګو راجلبولو، د لاسا ښار د سيلانۍ چارو په پرمختګ کې ستر رول لوبولی دی ، د يوې نابشپړې شميرنې له مخې د روان کال د شيوې دون اختر په ورځو کې هره ورځ نژدې څلويښت زره خلک په لاسا ښارکې پاتې کيدل ٠