<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-21 19:31:26    
په افغانستان کې د پوځی عملياتو او د زور زياتی پېښو له امله څه دپاسه څلويښت تنه وژل شوي دي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو او د دغه هېواد پوليسو د سپتمبر په يوويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د امريکا په مشرۍ د ائتلافی ځواکونو د پوځی عملياتو او څو ورځې مخکې د زورزياتۍ پېښې له امله څه دپاسه څلويښت تنه وژل شوي دي.

په دغه هېواد کې ائتلافی ځواکونو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ائتلافی ځواکونو او د افغانستان حکومتی پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په هلمند ولايت کې نژدی څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل. په همدې مهال د پلازمېنې کابل په لويديځ د يوې ځانمرګی چاودنې له امله د ناتو د امنيت نړيوالو مرستندويه ځواکونو يو فرانسوی سرتيری ووژل شو او شپږ تنه عام وګړي نور ټپيان شول. د ناتو ځواکونو هم د نوموړي خبر پخلی کړی دی.