<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-22 19:37:29    
مونږ او اورېدونکی

cri

 عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. هيله من يم چې روغ او نېكمرغه وئ او هم مو تل د ژوند په نورو چارو كې برياليتوب او خوشالي په برخه وي. ستاسو د خپلو ليكونو پروګرام دى، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د لغمان كلب د يو شمېر غړيو ليكونه را اخلم چې له مانسهرې څخه يې را استولي دي. د دوى تر منځ اورېدونكى عاشق الله جګرخون په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كار كوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: دا لومړى ځل دى چې زه تاسې ته ليك در استوم، خپرونې مې له ډېرې مودې مخكې اورېدلې، خو ليك درلېږلو ته مې، نوموړى وايي، اوس مخه كړه او هيله ده چې په خپل ښايسته پروګرام كې ځاى وركړئ. بيا ليكي: له لومړيو چې ستاسې خپرونې اورم ډېرې مې خوښېږي، خو د پروګرامونو ترمنځ مو، نوموړى وايي، د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر خوندور دى. بيا زياتوي: پخوا مې نه شو كولى چې ليك درواستوم، خو اوس تاسې ته په ليك استولو سره غواړم په راتلونكي كې ستاسې سره خپل قلمي اړيكي وساتم او هر پروګرام ته بېل ليك درواستوم. اورېدونكى جګرخون د خپل ليك په پاى كې وايي: تاسې هم ما مه هېروئ، پاكټونه او نور مطبوعات هرومرو راولېږئ.

- د لغمان كلب يو بل غړى فيضان الله ساجد په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكي: ستاسو ټولې خپرونې په ډېره مينه اورم، خپرونې مو په زړه پورې دي، د پروګرامونو تر منځ مې، نوموړى وايي، لومړى د موږ او اورېدونكي ورپسې د چينې ژبې لوست ډېر خوښېږې. اورېدونكى فيضان الله زياتوي: دا مې دوهم ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم، لومړى ليك مې چې دراستولى و، نه په پروګرام كې خپور شو او نه هم ستاسو له خوا كوم مطبوعات راورسېدل، نو د دغه ليك په در رسېدو سره، نوموړى هيله كوي، چې مطبوعات راواستوئ.

- د همدغه لغمان كلب يو بل غړي اورېدونكي وزير محمد سعيدي هم ليك را استولى، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم. بيا وايي: لومړى ځل مې ستاسې هغه خپرونه واورېده چې د موږ او اورېدونكي پروګرام په كې و، په اورېدو يې ډېر خوشاله شوم، د خپرونې او پروګرام په اورېدو سره مې سمدلاسه قلم او كاغذ راواخيستل، او دا دى، نوموړى زياتوي، په ډېره خوشالۍ سره ليك درته ليكم.

- دغه راز د لغمان كلب يو بل غړى عرفان الله عرفان په خپل ليك كې له سلامونو وروسته د پښتو خپورنې ستاينه كوي او وايي: ستاسې ټول پروګرامونه په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر په زړه پورې او خوندور دي. خو يوه خبره ده، نوموړى زياتوي، چې د خپرونې وخت مو ډېر كم دى، بايد د خپرونې وخت، دى وړانديز كوي، دوه ساعته او هم د موږ او اورېدونكي پروګرام په اوونۍ كې يو يا دوه ځله خپور شي.

- د غه راز د لغمان كلب يو بل غړى سراج الحق په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: زه ستاسو ټولې خپرونې په ډېره مينه اورم، ټول پروګرامونه مو لكه ژوند په چين كې، چين ته سفر، د چيني ژبې لوست، موږ او اورېدونكي او داسې نور ډېر په زړه پورې دي. اورېدونكى سراج الحق زياتوي: له چيني ژبې سره مې ډېره مينه ده او غواړم چې چيني ژبه زده كړم، په (پښتو هېنداره) كې چې كوم لغتونه خپروئ، دى وايي، هغه مې ټول زده كړي دي، نوموړي د خپل ليك په پاى كې د يوې داسې مجلې د خپرولو غوښتنه كړې چې د چيني ژبې ټول لوستونه په كې په بشپړه توګه خپاره شي.

- د لغمان كلب يو بل غړي شمس الرحمن په خپل ليك له سلامونو وروسته ليكلي: دا مې لومړى ليك دې چې در استوم يې، په دې نژدې موده كې د لغمان كلب غړى شوم. پخوا مې ستاسې خپرونې اورېدو ته ډېره پاملرنه نه كوله، خو د فضل الله عمري د زياتې بلنې له امله مې يوه شپه ستاسې خپرونه د لومړي ځل لپاره واورېده، ډېر خوشاله شوم، او د نورو راډيو ګانو په پرتله مې، نوموړى زياتوي، ستاسې پروګرامونه ډېر خوښ شول، نو هوډ مې وكړ، اورېدونكى، شمس الرحمن ليكي، چې له دې وروسته به ستاسې سره قلمي اړيكي ساتم. نو اورېدونكى شمس الرحمانه، موږ دې هم د ليكونو په هيله يوو. پر دغو اورېدونكيو سربېره، د لغمان كلب يو شمېر نورو غړيو هر يو حامد عمر عمري، اسلام الدين حفيظي، جميل الرحمن درويش، لقمان الله عمري، شرف الدين، ياسر عمر عمري، فرهاد الله، عبد الرازق او جميل الرحمن هم ليكونه را استولي، سلامونه يې ويلي او پښتو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه يې ستايلي دي.

- دغه راز له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي لومړى په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا د هر كله په شان ليكي: زه ستاسو يو دايمي اورېدونكى يم، تل ستاسو ښكلي پروګرامونه اورم او ډېره علاقه ورسره لرم. نوموړى زياتوي: زه ستاسو د راډيو له لارې د چين له كلتور او د غه راز ړ ژوند له نورو بېلابېلو اړخونو سره اشنا شوى يم، ستاسو د راډيو له لارې مې د چين دودونه او رواجونه پېژندلي دي. اورېدونكي نثار احمد بيا ګيله كړې چې د ده وړانديزونو ته پام نه كېږي بيا يو شمېر نور وړانديزونه هم ليكلي او هيله كوي چې غور پرې وشي او كه بې ځوابه پرېښودل شول، نو دى ګواښ كوي چې له وړانديزونو پرته به ساده ليكونه را استوي، او كه نيوكه پرې وشوه نو وايي خپله قلمي رسۍ به وشلوي. نوموړى په خپلو وړانديزونو كې ليكي: د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ او د موږ او اورېدونكي پروګرام ته په كې پوره نيم ساعت وخت وركړئ، موسيقۍ ته هم وخت ځانګړى كړئ او هنرمندانو سره په كې مركې وكړئ، بيا وايي، په افغانستان او پاكستان كې خبريالان ولرئ، خبرونه اوتبصرې مو ټول د چين په اړه وي نو بهرني مسئلې هم بايد په كې شاملې وي، په كابل او د افغانستان په يو شمېرنورو ولايتونو كې پوستي صندقونه پرانېزئ، د چيني ژبې لوست يوه سيالي تر سره كړئ چې د زده كړې مينه وال يې زيات شي او په پاى كې نيوكه كوي او وايي چې تاسو د اورېدونكيو پر وړانديزونو غور نه كوئ.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه د لغمان كلب مشر فضل الله عمري په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: د چين نړيواله راډيو ډېر ښكلي او په زړه پورې پروګرامونه خپروي، زه او د كلب نور غړي يې، نوموړى وايي، په ډېره مينه او شوق سره اورو. اورېدونكى فضل الله عمري زياتوي: زموږ د كلب د غړيو شمېر له سل تنه څخه زيات دى او مخ په زياتېدو دى، او هيله لرم، نوموړى وايي، چې تر 2008 پورې به له دوه سوه څخه واوړي. بيا وايي: زموږ د كلب ټول غړي ستاسې د خپرونې اورېدو ته د نورو اورېدونكيو د راهڅولو لپاره هلې ځلې كوي. له بده مرغه، نوموړى زياتوي، ځينې اورېدونكي په ليك لوست نه پوهېږي او ځينې يې د وخت نه لرلو له امله نه شي كولى چې ليكونه درواستوي.

- دغه راز له مانسهرې څخه اورېدونكي عبد الكبير محمدي، د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له جونو غونډۍ څخه د يوراج كلب غړيواسد الله اسد او مفتاح الله حليم هم ليكونه را استولي، د راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او د خپرونې ستاينه او د اورېدو يادونه يې كړې ده.

- اوس نو بيا درنو اورېدونكيو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د هما يوه ښكلې سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.