د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسپانيا د دفاع وزيرخوسی انتونيو الونسو د سپتمبر په څليرويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په افغانستان کې د دغه هېواد پر ځواکونو په همدې ورځ په فراه ولايت کې يو بريد وشو چې په ترڅ کې يې دوه تنه سرتيري ووژل شول.
ښاغلي الونسو په همدې ورځ په يوه خبری ناسته کې وويل د اسپانيا يو زغروال موټر د ګزمې پر وخت پر يو ماين سره وخوت چې د چاودنې په ترڅ کې يې په موټر کې دوه تنه سپاره سرتيري او يو افغان ژباړونکی سمدلاسه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول. د خبر له مخې، د طالبانو يو وياند په همدې ورځ د دغې پېښې پړه پر غاړه واخيستله.