د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافی ځواک د سپتمبر په شپږويشتمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل دغه ځواک او د افغانستان ملی پوځ د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه او شپږويشتمه نېټه د دغه هېواد په جنوب کې په دوو جګړو کې لږ تر لږه يو سل او نهه شپېته طالبان وژلي دي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د پنځه ويشتمې نېټې په سهار د هلمند په ولايت کې دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې يو ورځ او شپه يې دوام درلود او يو سل او څلور طالبان پکې ووژل شول، د همدې ورځې په شپه ايتلافی ځواک او ملی پوځ د ارزګان په ولايت کې هم لږ تر لږه پنځه شپېته تنه طالبان وژلي دي.