<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-27 19:23:03    
د سينجيانګ د کاشغر په سيمه کې د اويغوري قوم دودونو او رسم رواجونوته لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د سينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د کاشغر سيمې د ځانګړيو دودونو او رسم رواجونو په باب معلومات وړاندې کړو ٠

کاشغر ښار د سينجيانګ په جنوب کې پروت دی او ډېر اوسيدونکي يې د اويغوري قوم وګړي دي ، دغه راز کشغر د دولت په کچه يو مشهور تاريخي او کلتوري ښار هم دی ، خلک تل وايي څوک چې کاشغر ښار ته نه وي تللی نو سينجيانګ ته نه دی ورغلی ، نو راځی تاسې هم اوس له ما سره کاشغر ته ولاړشي او د دغه ښار سيل وکړئ ٠ 

د کاشغر ښار په مرکز اتيګار لوي ډګر کې د اويغوري قوم د وګړيو رسم رواجونه ډېر ښه معلوميږي ، دا ډګر د کاشغر د ښاريانو د تفريح ، ساعتيرې او د جشنونو لمانځنې ځای دی ، د ورځې په وخت کې زيات اويغوري وګړي په دغه ځای کې يا ساعتيري او يا هم معامله کوي ٠

د دغه ډګر په شاوخوا کې د قومي ځانګړتيا لرونکي ډېر زيات بازارونه شته دي،په تيره بيا په زياتو دکانونو کې د اويغوري قوم جامې او خولۍ پلورل کيږي ، زمونږ خبريال يو دکان ته ورغی او ويې ليدل چې يوه ښکلې اويغوري نجلۍ پکې ناسته ده ، دغه نجلۍاييشا نوميږي ، دې د اويغوري دوديزو جامو په اړه زمونږ خبريال ته وويل  مونږ اويغوري وګړي له پخوا راهيسې دغه جامې اغوندو ،

نجلۍ پتلون او اوږده لمن اغوندي او ښکلې سرټيکري او يا ښکلې کوچنۍ خولۍ په سر کوي ،

د اويغوري قوم نجوني نه يوازې د ښکلو خوليو سره مينه لري بلکې له دې سره هم علاقه لري چې خپل ويښتان په زياتو ليکو کوڅۍ کوي ، دغه راز اويغوري خلک تل پر خپلو کاليو باندې ځينې په زړه پورې سنګاري توکي ځوړوي ، د بيلګې په توګه د قيمتي ډبرې څخه جوړشوي بنګړۍ ، له هډوکي څخه جوړشوي غاړګۍ اوکوچنۍ چاقو او داسې نور تزييني توکي ليدل کيږي ٠

په يو بل دکان کې يو زلمي دکاندار محمد جان يو ښکلی چاقو زمونږ خبريال ته وښود او په تودو احساساتو سره يې وويل == اواز ٤ == زمونږ د اينجيشا په نامه چاقو يو ډول لاسي صنعتي توليد دی چې د کاشغر ښار د اينجيشا په ولسوالۍ کې جوړيږي ، په دغه ولسوالۍ کې نژدې ټول خلک دغه ډول چاقو جوړوي د چاقوګانو جوړولو د فنونو د پرله پسې پرمختګ سره سره فني کارګران ډول ډول ښکلي چاقوګان جوړوي او د چاقو له لاستي سره د ژيړې ، سپين زر ، قيمتي ډبرواو د پسو او غوايي هډوکو څخه جوړشوي تزييني توکي تړي چې قومي ځانګړتيا لرونکي تصويرونه پرې کښل شوي وي ٠ محمد جان وويل د اينجيشا چاقو عملي کيدونکی اهميت لري ، هغه وويل دا چې هلکان دغه چاقو له ځان سره وړي له يوې خوا د پسو د حلالولو لپاره يې استعمالوي او له بلې خوا د غوښو د خوړلو په وخت کې هم ترې استفاده کوي ، نو له دې امله دا يو دود شوی دی چې د اويغوري قوم هر سړی له ځان سره چاقو ګرځوي ٠

برسيره پر دې د اويغوري قوم خوراکونه هم خپله ځانګړتيا لري چې کباب د دغو

خوراکونو يو ډېر خوندور او په زړه پورې خوراک دی ، کباب زيات ډولونه لري ، سيمي کباب يو عادي خوراک دی او خلک ورسره ډېره مينه لري ، د يو بشپړ پسه کباب ډېر قيمت لري ، دغه کباب په لويه ميلمستيا کې د محترمو ميلمنو لپاره تياريږي ، دغه راز پلو د اويغوريانو يوښه او خوندور خوراک دی ، په يو کوچني رستورانت کې خدمتګار احمد جان زمونږ خبريال ته وويل  پلو د وريجو ، ګازرو او د پسه له غوښو څخه چمتوکيږي او په دريو ګوتو خوړل کيږي

نان يا وچه ډوډۍ د اويغوري قوم د خلکو په خوراکونو کې يو ډول ځانګړتيا لرونکی خوراک دی او په ورځني ژوندانه کې يو اړين او عمده خوراک هم دی ،

د اويغوري خوراکونو له خوړلو وروسته زمونږ خبريال د موسيقي الاتو يو دکان ته ورغی ، ده وليدل چې په دغه دکان کې يو اويغوري هلک د ژواپ په نامه د سازالې په وسيله يوه فولکلوري نغمه غږوي ،  اويغوريان له موسيقي او نڅاګانو سره ډېره علاقه او مينه لري ،دوي په موسيقي او نڅاګانوکې خپله ښادي او هيله او د ژوند سره خپله مينه څرګندوي ، د دوي د موسيقۍ شکل د نړۍ د بيلابيلو قومونو په هنري تاريخ کې هم مهم ځای نيسي ،