کله چې د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکه سيمه ياديږي ، نو هر چا ته د ملي لږکيو وګړيو ځانګړی دودونه او ددوي خوږه موسيقی تر سترګو کيږي. چين ته د سفر پروګرام په دغه کړۍ کې به په شينجيانګ کې د تاريخی ځای کوچا په هکله څه معلومات درکړو.
کوچا په اويغوری ژبه د لرغونتوب مانا لری او په لرغونی زمانه کې دلته د چيوز نومی هيواد و. کوچا د شينجيانګ د تيان شان غره په شمال او د تاريمو کاسې په شمال کې پروت دی او يو وخت د چيوز د ځلانده فرهنګ زانګو وه. يو سيلانی ښاغلي ما شينګ چې د لومړي ځل لپاره کوچا ته راغلی، زموږ خبريال ته وويل زما په نظر د شينجيانګ طبيعي منظرې ډېرې ښکلی دي په تيره بيا د کوچا منظرې د نورو ځايونو په پرتله ځانګړتياوې لری چې له اټکل څخه وتلي او احساساتي دي .
کوچا د وريښمو د لرغونې لارې په منځنۍ برخه کې پروت دی چې د هيواد د منځنيو او لويديځو سيمو د کلتورونو يو ګډ غوړيدونکی ځای دی. هلته د دوه زره کلونو لپاره بوډيزم دوام کړی او داسې ډبرينې سمڅې په کې خورې ورې پرتې دي چې په ديوالونو باندي زيات شمېر انځورونه کښل شوي او د چيوز موسيقی اوريدل په کې کيږي.
کو چا په شينجيانګ کې د سيلانی له څلورو مشهورو ځايونو څخه شميرل کېږی چې اتيا تاريخي کنډوالې او پنځه سوه سمڅې پکې شته چې ديوالي انځورونه يي شل زره مربع مترو ته رسېږي. د کوموتولا او کځر په نامه سمڅې ډېرې مشهورې دي چې
يو زر او اووه سوه کلونه مخکې کيندل شوی او په هره سمڅه کې زر لوي يا کوچني بتان ليدل کيږي. د م م د نړيوالو کلتوری ميراثونو په لست کې دکځر سمڅې شامليدو غوښتنه وړاندې شوي ده.
ښاغلي تنګ شاو جن د يوې سيلانۍ څانګې مشر دی چې په ځانګړې توګه له استراليا څخه کو چا ته راغلی دی. ده د شينجيانګ د راجلبونکی لرغونی کلتور په هکله وويل دلته زيات ښکلي ځايونه شته. زما په نظر شينجيانګ ته د سفر په ترڅ کې د ښکلو منظره لرونکيو ځايونو پر سيل سر بيره زيات کلتوری ځايونه او شيان هم د ليدو وړ دي. دا د چيني ملت وياړ دی چې د چين تاريخ نړۍ ته ورپيژني. نو غواړم چې زيات عکسونه واخلم چې خپلو مشتريانو ته يې په اړه معلومات ورکړم. بهرنيان د چين له کلتور او فرهنګ سره ډېره علاقه لری، نو زما په اند شينجيانګ ته د سفر پروګرام ډېر پراخ راتلونکی لری.
د روان کال په جولای مياشت کې شينجيانګ ته د سفر څلورم نړيوال فيستيوال يعنی د چيوز د کلتوري سيلانۍ فيستيوال په کو چا کې پرانيستل شو چې په ترڅ کې يې د نړۍ د دوه ويشتو هېوادونو او د چين د بيلا بيلو ځايونو سيلانيانو له ځايی قومی اوسيدونکو سره يو ځای د چيوز له کلتور څخه خوند واخيست. سيلانيان کو چا ته له رسيدو وروسته تر هر څه لومړی تازه ميوې او قومی خواړه خوري. په کوچا کې د چاکو، خوليو او غاليو په شمول زيات ځانګړي توليدات په چين او نړۍ کې شهرت لری په تېره بيا د دغې سيمې يو ډول سپين زردالو ډير خواږه دي .
په کوچا کې د چيوز موسيقی په أواز کې نڅا ډېره لرغونی او نامتو ده، نو دغه ځای د سندرو او نڅاوو ټاټوبی په نامه ګڼل کېږي چې دغه ډول نڅا د چين په لويديځه سيمه
کې د نڅاوو استازيتوب کوي چې د جاپان، ديموکراتيکې کوريا، فارس، ويتنام، هند، عرابی هېوادونواو حتی د شمالی افريقا پر ځينو هېوادونو او سيمو يې اغيږې درلودلې او د چين د موسيقې، نڅا ،اوپيرا او الکروباسي په سمسورتيا او پرمختګ کې يي هم فعال رول لوبولی دی.
د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې مرستيال ښاغلي هو وي په خپله سيمه کې د سيلانی چارو د راتلونکی په هکله وويل د سيلانۍ چارې په شينجيانګ کې د بيلا بيلو قومونو د وګړيو ترمنځ او د نورو هېوادونو له خلکو سره د دوستۍ ټينګتيا او يو له بل سره د متقابلې همکارۍ پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت دی. موږ د زړه له کومې بهرنيو دوستانو ته بلنه ورکوو چې شيجيانګ ته سفر وکړي او د دغې سيمې د لرغونی تاريخ او کلتور او ښکليو طبيعی منظرو سيل وکړي او ښه چاپيريال احساس کړي.
په شينجيانګ کې ژمی اوږد او دوبی لنډ دی او هر کال جولای، اګست او سپتمبر له دغه ځای څخه د ليدنې کتنې ښه وخت دی چې په هر ځاي کې ډول ډول تازه ميوې ليدل کيږي.