<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-29 19:39:45    
موږ او اوريدونكى

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! دا دى يو ځل بيا ستاسې د خپل (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. له هرڅه مخكې ستاسې د بشپړې روغتيا او نېكمرغۍ هيله من يم او هم مو خداى وكړي تل د ژوند په نورو چارو كې برياليتوب او خوشالي په برخه وي. ستاسو د خپلو ليكونو پروګرام دى، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د افغان كلتوري بهير د مشر سكرتر سيد وارث حنيفي ليك را اخلم چې د پاكستان له كوهاټ څخه يې را استولى دى. لومړى د پښتو خپرونې كاركوونيكو ته سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل اورو، ښه او په زړه پورې معلومات ترې ترلاسه كوو، د چين نړيوالې راډيو خپرونې، نوموړى ليكي، زموږ د ورځني ژوند يوه برخه جوړه شوې ده. اورېدونكى حنيفي د پښتو خپرونې د مطبوعاتو ترلاسه كولو ډاډ راكړى او ليكلي يې دي: د پښتو هېندارې په اتمه ګڼه كې د (بېجېنګ امپراتوري باغونه) ليكنه ډېره په زړه پورې او جالبه وه، نور مطالب مې يې هم ولوستل ډېر په زړه پورې وو. ښاغلى حنيفي خپلو خبرو ته دوام وركوي او ليكي: ستاسې د پښتو خپرونې وېبپاڼه هم ګورو، بيا وايي: پر وېبپاڼه د موسيقۍ په برخه كې د پښتو هنرمندانو زاړه او نوي مطالب او سندرې ځاى كړئ، دوهم دا چې پښتو هېندارې ته هم پر وېبپاڼه ځاى وركړئ چې زموږ لپاره به ګټور وي. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې د بېجېنګ د امپراتوري باغونو په اړه د معلوماتو غوښتنه كړې ده، نو ارېدونكى سيد وارث حنيفي ستاسې له نېكو هيلو او د پښتو خپرونې په اړه له ګټورو خبرو مننه، د بېجېنګ امپراتور باغونو په اړه معلومات په پښتو هېنداره كې خپاره شوي چې تاسو ترلاسه كړې، او كه نورو معلوماتو ته اړتيا لرئ نو كولى شئ چې زموږ پښتو وېبپاڼه وګورئ او د خپلې خوښې معلومات ترلاسه كړئ.

- د بلوچستان له ژوب څخه د سي آر آى لسنرز غړو هرې يوې ملالۍ، زليخا، فرشتې، بيا هم ملالۍ، شكېبا، لېمې، څانګې، نجيبې، زبيدې، ماه ګلې، تورپېكۍ، ښايستې او ميوندې څو ليكونه را استولي، د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ ستاسو نه ډېره مننه كوو چې پښتو ژبې ته خدمت كوئ، برى دې هر وخت دوى وايي، ستاسې مل وي. بيا زياتوي: څو ليكونه مو درلېږلي دي، خو متاسفانه، دوى وايي، چې خپاره شوي نه دي، او نه مو هم ستاسو له خوا كوم خپرنيز توكي ترلاسه كړي، سهار او ماښام ستاسې خپرونې، دوى ليكي، هره ورځ په لنډو څپو اورو خو ستاسې د پروګرام پاڼې راسره نه شته، موږ په پام كې لرو چې د اكتوپر په لومړۍ نېټه يوه غونډه ترسره كړو، د دغې غونډې لپاره موادو عكسونه، مجلې او قلمونه راولېږئ.

- د پېښور چارسدې روډ له خزانې كمپ څخه معشوق جان كاموال، عاشق الله، صديق الله او شفيق الله هم يو ليك را استولى، په پيل كې يې د پښتو خپرونې ټولو همكارانو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: سي آر آى راډيو پښتو خپرونه په ډېر شوق او مينه سره اورو او زياته علاقه ورسره لرو، ستاسې له خپرونې څخه ډېر معلومات ترلاسه كوو. بيا ګيله كوي او وايي: زه له تاسې څخه ډېر خپه يم، ځكه چې د 2007 كال تر اتمې مياشتې پورې موږ ته ستاسې له خوا نه د پښتو هېنداره، نه پاكټونه او نه مطبوعات رارسېدلي دي. بل دا چې كله تاسې ليكونه لولئ، نو پوره يې نه لولئ، بيا زياتوي: تاسې د پروګرام په پاى كې سندره مه خپروئ او پر ځاى يې ليكونه ولولئ.

- دغه ليك د مانسهرې له حاجي آباد څخه د لغمان كلب غړي جمعه الدين احمد زي را استولى، د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه د شپږم ټولګي زده كوونكى يم، په افغانستان كې د بغلان ولايت اوسېدونكى يم او اوس په مانسهره كې ژوند كوم. بيا وايي: زه ستاسو خپرونې په ډېره مينه اورم، خپرونې مو ډېرې په زړه پورې دي، خو وخت يې، نوموړى ليكي، ډېر كم دى او د زياتوالي غوښتنه يې كوي. اورېدونكي جمعه الدين احمدزي د خپل ليك په پاى كې د مجلو، پاكټونو او د چينې ژبې د لوستونو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- له همدغه ځاى څخه د لغمان كلب يو بل غړى ګلبدين هم په خپل ليك كې لومړى سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه په افغانستان كې د بغلان ولايت يم او اوس دلته په مانسهرره كې د شپږم ټولګي زده كوونكى يم، ستاسو ټولې خپرونې اورم، ډېرې په زړه پورې دي. ده يوه ټوكه هم ليكلې او وايي: د يوې ښځې زوى نارغ شو، ډاكتر ته يې وروست، ډاكتر يې درملنه وكړه او ماشوم روغ شو، بله ورځ ښځه ډاكتر ته ورغله او ورته ويې ويل: ډاكتر صاحب زه درنه ډېره خوشاله يم تا خو زما زوى له مرګ څخه وژغوره، ډاكتر ورته وويل: ما خو هېڅ نه دي كړي، دا د خداى كار دى او خداى روغ كړ. ښځې په ځواب كې ورته وويل: نو چې خداى جوړ كړى، زما پيسې بېرته راكړه.

- همداراز له مانسهرې څخه اورېدونكى نياز محمد نوراني په خپل ليك كې ليكي: زه د لغمان كلب غړى يم، زه په افغانستان كې د لوګر ولايت يم او دلته په مانسهره كې په شپږم ټولګي كې زده كړه كوم او د خپل ټولګي لومړۍ شمېره زده كوونكى يم، ستاسې ټولې خپرونې په ډېره مينه اورم. ڼوموړى بيا وايي، زه په پاكستان كې زېږېدلى يم او تر اوسه مې خپل ټاټوبى نه دى ليدلى، زړه مې غواړي، نوموړى وايي، چې لومړى خپل ټاټوبى وګورم او بيا چين ته سفر وكړم، او ډېر خلك ماته، دى زياتوي، د چين ستاينه كوي، دعا راته كوئ چې پلار مې د درتګ اجازه راكړي. اورېدونكى نياز محمد نوراني د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو او د يو نه بلكه د درې څلورو موبايلونو وراستولو غوښتنه وكوي. نو نوراني خانه په خوله دې بركت شه، د وموبايلونودر استولو ژمنه خو نه شو درسره كولى، خو دعا درته كوو چې پلار دې چين د راتګ اجازه دركړي.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب يو بل غړى حامد عمر عمري په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته له سلامونو وروسته ليكلي: له سي آر آى راډيو څخه غواړم چې داسې يوه مجله يا وړوكى كتاب چاپ كړي چې د چينې ژبې د زده كړې لپاره په كې موږ ته آسانتياوې برابرې شي، ځكه، نوموړى وايي، له چينې ژبې سره مې ډېره مينه ده، نه يوازې زما بلكه، دى زياتوي، هر اورېدونكى له چينې ژبې سره مينه لري او غواړي چې زده يې كړي. خو له بده مرغه، اورېدونكى حامد عمر ليكي، د چينې ژبې د زده كړې لپاره موږ ته زمينه نه ده برابره، نو له تاسې څخه غواړو چې په دې برخه كې راسره مرسته وكړئ. بيا ليكي: زه ستاسې د (چينې ژبې لوست) پروګرام هم په ډېره مينه اورم، په ټولو پروګرامونو كې خوندور پروګرام دى، ما ترې ډېر څه زده كړي او ګټه مې ترې اخيستې ده. اورېدونكى حامد عمر عمري د خپل ليك په پاى كې اورېدونكيو ته د پيغام په توګه ويلي چې چيني ژبه زده كړي او په دې سره خپل وطن ته خدمت وكړي.

- دغه بل ليك را اخلم چې له راولپنډۍ څخه شريف الله، حبيب الله او شېر ګل خان را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ډېره موده وشوه چې ستاسو سره مې قلمي اړيكي درېدلي دي، دا دى يو ځل بيا، نوموړى وايي، ستاسو سره خپل قلمي اړيكي پيل كوو، هيله ده چې تاسې راسره خپل اړيكي وساتئ. دغو اورېدونكيو هم په خپل ليك كې د خپرونې د زياتوالي او د موسيقۍ خپرونې غوښتنه كړې ده. او په پاى كې يې ليكلي چې خپرنيز توكي راولېږئ.

- دغه راز له مانسهرې څخه يو شمېر نورو اورېدونكيو هر يو د لغمان كلب مشر فضل الله عمري، او د دغه كلب غړيو هر يو صدام عمري عمري، لطف الله عمري،سراج الحق، عين الدين، كمال سادات، رحمت الله او نور الدين، دغه راز د پاك افغان كلب غړو صديقې، كلثوم، خائفې، رخسانې، فوزيې او شكريې پردې سربېره د يو نوي كلب غړيو چې ډلفين نومېږي، هر يو نويد اعجازي، عمر سعيد، محد طيب، اويس امين، احمد خان احمدي، حسن محمود او محمد شفيق او دغه رازد خراسان كلب غړي نياز علي خان ليكونه را استولي دي، هر يو په خپل وار پښتو خپرونې ته نېكې هيلې وړاندې كړې او د خپرونې ستاينه او د اورېدو يادونه يې كړې ده.

- اوس نو بيا درنو اورېدونكيو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د زيك اپريدي يوه ښكلې سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د زيك اپريدي سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.