د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د اکتوبر په لومړۍ نېټه د يوې مطبوعاتی ابلاغيې په خپرولو سره وويل د دغه هېواد ملی پوځ او ائتلافی ځواکونو په همدې ورځ سهار د افغانستان په جنوب هلمند ولايت کې له طالبانو سره د يوې جګړې په ترڅ کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل.
په دغه مطبوعاتی ابلاغيه کې ويل شوي چې د افغانستان ملی پوځ او ائتلافی ځواکونه د هلمند په هغه سيمه کې چې وسله وال طالبان پکې پټ دي، له يو بريد سره مخامخ شول. د دغه بريد له امله د رامنځته شوې جګړې په ترڅ کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او عامو وګړيو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.