د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په دوهمه نېټه د افغانستان د چارواکيو په وينا د دغه هېواد په پلازمېنه کابل کې د پوليسو په مقابل کې د يوې ځانمرګی چاودنې له امله لږ تر لږه يوولس تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې، دغه چاودنه د کابل په لويديځه سيمه کې شوې. بريدکوونکي د پوليسو يو بس په نښه کړی و چې د چاودنې له امله اته تنه پوليس او دری تنه عام وګړي وژل شوي دي.
دا په وروستيو څو ورځو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې يوه بله سخته چاودنه ده. د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه په دغه ښار کې د دغه هېواد ملی پوځ په وړاندی يوه ځانمرګی چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې اوويشت تنه ووژل او يوويشت تنه نور ټپيان شول.