<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-04 17:50:56    
د چين د پامير په لوړو کې تاجکي قوم

cri

محترمو دوستانو د اسيا د پامير په لوړوکې څوارلس لوړې څوکې شته چي د ټولو لوړوالی يې له اته زره مترو څخه اوښتی دی ، په دغو لوړوکې د تاجک ، اويغور ، قيرغيز او خوي قومونو وګړي اوسيږي ، له دوي څخه په سلو کې نوي تاجک وګړي د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د تاشکرغان د تاجکي قوم په ولسوالۍ کې ژوندکوي ، تاجک په تاجکي ژبه کې د تاج معنی لري ، پخوا تاجکان په عمده توګه د مالدارۍ په چارو بوخت وو ، د نوي چين له جوړيدو وروسته په تاشکورغان سيمه کې د تاجکي قوم يوه خپلواکه ولسوالي جوړه شوه اوس د مرکزي حکومت په ملاتړ او مرستو سره په دغه سيمه کې اقتصادي چارو په چټکۍ سره پرمختګ کړی او د خلکو د ژوندانه سويه يې هم په ښکاره توګه لوړه شوې ده٠

د دغې ولسوالۍ د تاجکي قوم په کلتوري مرکز کې تشريح کوونکی عبول زمونږ خبريال ته وويل ان له لسمې ميلادي پيړۍ مخکې د تاجکي قوم نيکونه د پامير په لوړو کې اوسيدل ، تاجکان د چين سپين پوستان دي ،

تاجکانو خپل ځانګړی قومي کلتور رامنځته کړی دی ، دوديز قومي اختر د دوي د دودونو او رسم رواجونو څخه دی ، تاجکان په اسلام عقيده لري نو دقربانۍ اختر د دوي يو دوديز اختر دی ، تشريح کوونکي عبول وويل == اواز٣ ==د قربانۍ اختر په ورځو کې وګړي پسونه حلالوي ، خو بايد د دوي د کورونو پر بام حلال کړی شي ، د تاجکانو په أند حلال شوي پسه سپيڅلی وی او دا ښه نه ګڼل کيږي چې وينې يې پر

ځمکې باندې توي شي ، ورپسې بايد د حلال شوي پسه په وينو د کوچنيانو وچولي او مخونه سره شي چې له مخې به يې کوچنيان له نيکمرغۍ څخه برخمن شي ٠

تاجکان نه يوازې په دوديزو جشنونو کې خپله قومي ځانګړتيا لري بلکې د ورځنيو تشريفاتوپه اړه هم اوږد تاريخ لري ، په تيره بيا د يو له بل سره د پيژندنې په برخه کې د دوي ځانګړتيا ليدل کيږي ، د بيلګې په توګه کله چې يو سړی له خپلې همزولې ښځې سره مخامخ کيږي ، نو ښځه بايد د سړي د لاس ورغوي ښکل يا مچې کړي ، کله چې مشرسړی له يوکشر سړي سره مخامخ کيږي ، نو مشر بايد د کشرسړي غوږ مچې کړي او کشر بايد د مشرد لاس ورغوي مچې کړي او له دې څخه مشرانو ته د کشرانو احترام څرګنديږي ٠

د تاجکي قوم د کلتور د ﻻنور پيژندنې لپاره زمونږ خبريال د يو تاجک پوهاندمادل خان کور ته ورغی ، د ښاغلي مادل خان کور ساده دی چې د ډبرينو تختوڅخه جوړشوی دی ، د تاجکانو د کورونو دروازې ټولې ختيځې خوا ته خلاصيږي او معنا يې دا ده چې د دوي دروازه تل لمر ته وازه نيول کيږي ، دا د چين د هان قوم له دود سره توپير لري ، د هان قوم د وګړيو د کورونو دروازې په عمومي توګه جنوب لورته پرانيستل کيږي ،ښاغلي مادل خان زمونږ خبريال ته وويل د تاجک قوم وګړي باز د قهرمان نښه ګڼي ، د تاجک قوم په دوديز کلتور کې د بازانو په اړه ډېرې زياتې کيسې او شعرونه خپريږي ، د تاجکي قوم د سازالې يا د باز شپيلۍ په اړه يوه ښکلې کيسه هم وه چې وايي === اواز ٥ === ډېره پخوا په يو ځای کې يوه جوړه هلک او نجلۍ يو له بل سره ډېره مينه درلوده ، خو د دغه ځای بادار په زور سره دوي يو له بل څخه جلاکړل ،

ورپسي به دغه نجلۍ هره ورځ د کار په وخت کې د هلک د کور شاوخوا ځای ته تله او د هلک سندره به يې اوريده ، هلک يو باز درلود ، يوه ورځ د هلک باز مړکيده ، نو دغه باز خپل خاوند هلک ته وويل کله چې زه مړشم ، ته زما له هډوکو څخه يوه شپيلۍ جوړه کړه او د دغې شپيلۍ په وسيله به ډېرې په زړه پورې نغمې غږولی شي ، کله چې باز مړشو، دغه هلک د باز د خبرې سره سم د باز له هډوکو څخه يوه ښکلې شپيلۍ جوړه کړه او ترې يې ډېرې خوندورې نغمې غږولې ، دا د باز شپيلۍ په اړه کيسه وه ،د هلک د ښکلې نغمې په بدرګه به نوموړي نجلۍ هم په أسمان کې د ګرځيدونکي باز په شان نڅاکوله ، نو دا د بازنڅا کيسه وه ٠

تاجکان له سندرو او نڅا سره ډېره مينه لري ، د جشنونو ، اخترونو او د ښادۍ په ورځو کې سندرې او نڅاوې کوي ، برسيره پر دې تاجکان د خپل وطن څخه د دفاع زړه وره روحيه هم لري ، د پامير لوړې په اوږده سرحدي کرښه کې تاجکانو له کلونو کلونو راهيسي په خپله خوښه د خپل وطن څخه د دفاع لپاره د چيني پوځونو سره همکاري کړې ده، د تاشکرغان ولسوالۍ يو چارواکي ښاغلي موني تابليت وويل له دوه زره کلونو راهيسي تاجکانو د دولتي سرحدونو د ساتنې لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي ، دوي له خپل هېواد او کورنيو سره ډېره مينه لري او په فعاله توګه د خپلو سرحدونوڅخه د دفاع لپاره د پوځيانو سره همکاري او مرسته کوي ٠