<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-06 18:01:57    
موږ او اورېدونکي

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! بيا هم دا دى ستاسې د خپل (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. له هرڅه مخكې ستاسې د بشپړې روغتيا او نېكمرغۍ هيله من يم او هم مو خداى وكړي تل د ژوند په نورو چارو كې برياليتوب او خوشالي په برخه وي. د خپلو ليكونو پروګرام مو دى، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې دغه ليك را اخلم چې له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيوپښتو خپرونې ټولو كار كوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې ټول پروګرامونه هره ورځ د سهار له خوا اورم، ډېرې ګټورې او په زړه پورې خپرونې لرئ، او ډېره ګټه مو ترې اخيستې ده. بيا پښتو ژبې ته د خدمت او مرستې له امله سي آر آى راډيو او دغه راز د چين ولس او دولت ته د خير دعا او د نېكو هيلو څرګندونه كوي. اورېدونكى عزيزي زياتوي: زموږ له خوا درلېږل شوي ليكونه ستاسې په پروګرام كې خپاره شوي، موږ دېره مننه كوو. بيا وايي: د عزيزي كلب د غړيو شمېر پنځه ويشت تنو ته رسېدلى دى چې دوولس تنه يې، نوموړى وايي، نجونې او نور يې نارينه دي. زموږ د فعاليت ساحه كابل او د هلمند ولايت دى. اورېدونكى عزيزي زياتوي: تېره اونۍ مو د يوې غونډې په ترڅ كې د ځوانانو يوه كمېټه جوړه كړه چې د هلكانو برخې مشري يې سيد عبد الاحد او د نجونو د برخې مشري يې ارزو جانې پر غاړه واخيسته. بيا وايي: دوى ته مو د غونډې په ترڅ كې دنده وسپارله چې د نورو ځوانانو ترمنځ د كلب لپاره كار وكړي چې له مخې يې، دى وايي، پښتو ژبه د ځوانانو تر منځ وده وكړي، او هم د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه واوري. ښاغلى عزيزي بيا د خپل كلب وړانديزونه ليكي او وايي: زموږ كلب ته هر وخت مطبوعات را واستوئ، درې مياشتې كېږي چې موږ هېڅ مطبوعاتي توكي نه دي ترلاسه كړي. په كابل كې يو پوستي صندوق پرانيزئ چې زموږ ليكونه، دى وايي، پر وخت تاسو ته ورسېږي او اړيكي مو لا ټينګ شي. د خپرونې وخت مو ډېر كم دى، هيله ده زيات يې كړئ. كه پښتو هېنداره د يوې مجلې په بڼه چاب كړئ ډېره به ښه وي.

- د همدغه عزيزي كلب د نجونې څانګې مشرې آرزو عزيزي هم يو ليك را استولى دى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه په كابل كې د غازي ادې ښونځي د نهم ټولګي زده كوونكې يم. بيا ليكي: ستاسې ټول پروګرامونه هره ورځ اورو، او ډېره ګټه ترې اخلو. د عزيزي كلب د نجونو برخې غړيو شمېر، دا ليكي، دوولس تنو ته رسېدلى دى او ټول ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه اوري. اورېدونكې آرزو وايي: موږ ته مجلې، پښتو هېنداره، او نور خپرنيز توكي راواستوئ، موږ به ان شاء الله، دا وايي، ستاسو سره قلمي اړيكي ټينګ وساتو. بيا دعا كوي او وايي: خداى وكړي چې زموږ افغانانو او چينايانو ترمنځ دوستي د تل لپاره ټينګه او پياوړې پاتې شي، ځكه چې، دا وايي، له افغانانو سره د چينايانو دوستي له كوم قيد او شرط پرته ده او د تاريخ په اوږدو كې يې خپل ښه ګاونډيتوب په غوره او ښه ډول پاللى دى.

- له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړى قسيم الله همدرد په خپل ليك كې لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: زما ملګري هر يو فضل الله عمري، فدا محمد فدا، سراج الحق، مطيع الله، حامد عمر عمري، جمعه الدين احمدزى، رحمت الله او توريالى هم تاسو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي. زه قسيم الله همدرد ستاسو پروګرامونه په ډېره مينه اورم او ډېر په زړه پورې دي، بيا وايي تاسې بايد د خپلې خپرونې وخت زيات كړئ ځكه چې د وخت د كموالي له امله زموږ ليكونه په بشپړه توګه نه خپرېږي. اورېدونكي قسيم الله همدرد بيا يوه ټوكه ليكلې او وايي: يوه ورځ يو ماشوم له خوبه پاڅېد او په ژړا يې سر كړ: مورجانې اوبه غواړم، اوبه! مور يې ورته وويل: غلى شه كه نه نو اوس به درپسې لرګى راوړم او ښه به دې ووهم! زوى يې ورته وويل: مورې چې لرګى راوړې نو اوبه هم درسره راوړه.

- له همدغه ځاى مانسهرې څخه د لغمان كلب مشر فضل الله عمري په خپل ليك كې لومړى سلامونه وايي او بيا ليكي: موږ ستاسو نوې پوښتنپاڼه، چې مطلب يې پښتو هېنداره دى، ترلاسه كړه، سر تر پايه مو په ډېر شوق او ذوق سره ولوستله، ډېر ګټور معلومات په كې وو. د افغانستان د عامې روغتيا له وزير او په (يي وو) كې له يو افغان سوداګر سره مركې مو ولوستلې ډېرې په زړه پورې وې. بيا زياتوي: موږ ډېر خوشاله يوو، ځكه د چين حكومت زموږ له ګران هېواد افغانستان سره هر راز مرستې كوي، د افغانستات د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي هغه سفر چې په تېر اپرېل مياشت كې يې چين ته كړى و او په ترڅ كې يې له خپل چيني سيال سره كتلي وو، موږ هيله لرو، نوموړى ليكي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې ته ورته راشه درشه او همكاري دوام وكړي. بيا وايي: د چين او افغانستان تر منځ د اړيكو په ټينګېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګران يو د بل هېواد ته تلى شي او پانګونه كولى شي، چې له مخې يې اوس ډېر افغان سوداګر په چين كې سوداګري كوي، موږ ټولو افغان وروڼو ته، اورېدونكى فضل الله وايي، چې د نړى په هر ګوټ كې وي د هر راز برياليتوبونو په هيله يوو.

- د لغمان كلب يو بل غړي اورېدونكى صبغت الله هم ليك را استولى، د سي آر آى راډيو كار كوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا ليكلي: ستاسې ټولې خپرونې په زړه پورې دي او زه يې تل په ډېره مينه اورم، خو يوازې دلته خبره دا ده چې، نوموړى وايي، ستاسو د خپرونې وخت د نورو راډيو ګانو د خپرونې په پرتله ډېر كم دى، او زه له تاسو غوښتنه كوم چې د خپلې خپرونې وخت زيات كړئ، كه چېرې مو د خپرونې وخت زيات كړ، يا مو په ورځ كې دوه يا درې ځله كړه، نو خپرونه به مو، اورېدونكى صبغت الله وايي، نوره هم ښايسته او په زړه پورې شي، موږ به هم زيات ليكونه، ټوكې ټكالې او لا نور په زړه پورې مطالب درلېږو. څو څو ځله د اورېدونكيو شعرونه او مقالې د خپرونې وخت د كموالي له امله پر راډيو نه دي خپاره شوي، نو هيله ده د خپرونې وخت زيات كړئ.

- د بلوچستان له ژوب څخه سي آر آى لسنرز كلب غړو ميوندې، لېمې، شكېبا، زبيدې، نجيبې، ښايستې، تورپېكۍ، ملالۍ، فرشتې، وسيلې، څانګې، زليخا او ماه ګلې په ګډه دوه ليكونه را استولي، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسې خپرونې تل اورو، خپرونې مو دلته د لنډو څپو له لارې صفا اورېدل كېږي. اوس دلته ډېر خلك ستاسې خپرونې اوري، موږ هم په خپل كور كې، دوى ليكي، ستاسو پښتو، اردو، او انګريزي خپرونې اورو. د سي آر آى لسنرز كلب دغه اورېدونكې د خپل ليك په پاى كې د مجلو، پښتو هېندارې، جنترۍ، د چين نقشې او نورو موادو ور استولو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز د يو شمېر نورو اورېدونكيو له خوا هم ليكونه رارسېدلي دي چې د وخت د لنډوالي او د ليكونو د محتوياتو له مخې يوازې د دوى د نومونو په يادونه بسيا كوو، له مانسهرې څخه د ډولفين په نامه غړيو هر يو محمد اويس امين، عمر سعيد، محمد طيب ايوبي، نياز انجم، محمد اجمل، آصف سلطان د لغمان كلب غړيو هر يو سراج الحق، فرهاد الله بېدار، صدام عمر عمري، لطف الله عمري، محمد شاكر وطنپال پر دوى سربېره د پاك افغان كلب غړو هرې يوې فوزيې، مريم، سميرا او صديقې او دغه راز د خراسان كلب غړي محمد نياز علي خان ليكونه را استولي دي، سلامونه يې ويلي او هم يې د پښتو خپرونې ستاينه او د اورېدو يادونه كړې ده.

- اوس نو بيا درنو اورېدونكيو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د صديق شباب يوه ښكلې سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د صديق شباب سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.