د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د يو حکومتی چارواکي په وينا د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې د اکتوبر په شپږمه نېټه سهار د بهرنيو پوځونو په وړاندی يوه ځان مرګې چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه دری تنه ووژل او د يو امريکايی سرتيري په شمول نهه تنه نور ټپيان شول.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يو چارواکي په وينا دغه چاودنه د کابل په ختيځ کې هوايی ډګر ته پر غځېدلې لاره وشوه. بريد کوونکي د خپل موټرد امريکايی پوځ يو کاروان ته ور نژدې کړ چې د چاودنې په ترڅ کې يې دوه پوځی موټرونه او د عامو خلکو دوه موټرونه ويجاړ شول.