<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-13 17:48:03    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! نېكمرغه كوچينى اختر مو مبارك شه، روژې، لمونځونه او عبادتونه مو خداى قبول كړه. د روژې مياشت تېره شوه او دا دى د اختر په خوشاليو كې ستاسې د خپل (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. له هرڅه مخكې ستاسې د بشپړې روغتيا او نېكمرغۍ هيله من يم، خداى وكړي د روژې مباركه مياشت مو په خير تېره كړې وي، تراويح او لمونځونه او هم مو د قرآن ختم مو په كې كړى وي، بيا هم د اختر مباركي درته وايم او په همدې سره پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- په پيل كې د سي آر آى لسنرز كلب غړو ليك را اخلم چې د بلوچستان له ژوب څخه يې را استولى دى. دغو اورېدونكو هرې يوې څانګې، لېمې، فرشتې، ملالۍ، تورپېكۍ، ښايستې، نجيبې، زبيدې، شكېبا او ميوندې په خپل ليك لومړى سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: ستاسې خپرونې له تېرو لسو كلونو راهيسې اورو، خو د ليكونو در استولو لړۍ مو اوس پيل كړې ده. په جلا جلا توګه ستاسو پښتو، اردو او انګريزې خپرونې اورو. بيا وايي: دلته اوس زموږ د كلب له بركته ډېر خلك د چين راډيو اوري. موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې او د چينې ژبې لوست زموږ د خوښې پروګرامونه دي. دوى بيا زياتوي: موږ په خپل ټولګي كې نورو خويندو ته هم ستاسې خپرونې ورپېژنو، موږ، دوى ليكي، د كلب د فعاليتونو تر څنګ د ماوزدونګ په نامه كتابتون هم لرو، چې خلك په كې د چين په اړه كتابونه او مجلې لولي. دوى بيا شكايت كوي چې د انټرنېټ اسانتياوې نه لري. په پاى كې غوښتنه كوي چې مجلې، كتابونه، عكسونه او نور مواد ورولېږو.

- د همدغه سي آر آى لسنرز كلب غړې ماه ګله په خپل ځانګړي ليك كې له سلامونو وروسته ليكي: دا څو كاله كېږي چې ستاسو خپرونې اورم. ماته په پوهنتون كې يوې خور ستاسو د خپرونې پته راكړه، نو دا مې، نوموړې وايي، لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم. اورېدونكې ماه ګله زياتوي: اوس په پوهنتون كې نجونې ستاسو د خپرونې په هكله له ما څخه پوښتنې كوي او زه معلومات وركوم. په پاى كې ليكي: زه او زما همزولې تاسو ته ډېر ډېر سلامونه او كور ودانى وايوو. موږ هم په خپل وار ګرانې اورېدونكې ماه ګلې، ستا د ليك په ترلاسه كولو خوشاله شوو، او له نېكو هيلو دې مننه كوو، هيله ده په راتلونكې كې هم مفصل ليكونه راواستوې، د خپل ځان په اړه راته وليكې، په خپله سيمه كې د ژوند او دغه راز زموږ د خپرونې په اړه نظر راواستوې او پروګرامونه مو وارزوې.

- دغه بل ليك را اخلم چې د پېښور له چارسدې څخه د پاك افغان كلب مشر ګل حسين چارياري را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه او زما د كلب ټول غړي ستاسو د پښتو او اردو خپرونې هره ورځ ډېر په شوق او مينې سره اورو. خپرونې او پروګرامونه مو ډېر په زړه پورې او ګټور دي، په تېره بيا موږ او اورېدونكي، ژوند په چين كې، چين ته سفر، د چينې ژبې لوست، او پر دې سربېره، نوموړى وايي، نور پروګرامونه مو هم خوندور دي او تل يې اورو. خو موږ ستاسو د پښتو اور اردو خپرونو د پروګرامونو مهالوېش نه لرو، نو مهرباني وكړئ، اورېدونكى چارياري ليكي، د دغه ليك په در رسېدو سره موږ ته د پښتو او اردو خپرونو د پروګرامونو مهالوېشونه، د ليكونو پاكټونه او پښتو هېنداره راواستوئ.

- له پېښور څخه د سرحد پشاوري لسنرز كلب مشر حافظ محمد بلال درې ليكونه را استولي دي. له سلامونو وروسته يې ليكلي: ستاسو له پروګامونو سره ډېره مينه لرو، ټول پروګرامونه مو په زړه پورې دي، زه له تاسو څخه مننه كوم چې پر راډيو زموږ ليكونه خپروئ. اورېدونكى محمد بلال زياتوي: څه موده مخكې نارغ شوى وم، نو له دې امله مې په ليك درلېږلو كې ځنډ راغلى و. بيا وايي: زه ستاسو د پروګرامونو لېونى يم، كله چې ستاسو د خپرونې وخت راورسېږي نو بيا مې يوازې ستاسو راډو ته غوږ نيولى وي، او زه ستاسو يو وفادار اورېدونكى يم. بيا وايي: مهرباني وكړئ موږ ته د چينې ژبې لوستونه راولېږئ، له چيني ژبې سره مو ډېره مينه او غواړو زده يې كړو. اورېدونكى محمد بلال بيا د پروګرامونو ستاينه كوي او ليكي: ستاسو پروګرامونه لكه ژوند په چين كې، تبصرې، د چيني ژبې لوست، پوښتنه او ځواب، د سپورټ نړۍ، چين د مليتونو كور، ښځه او ټولنه، او داسې نور، دغه راز پر انټرنېټ د پښتو ادبيات، د چين مسلمانان، د چين پېژندنه او نور بېلابېل پروګرامونه مو ډېر خوندور او په زړه پورې دي او زموږ ډېر خوښېږي. په پاى كې وايي: زه به ستاسو سره تل خپله دوستي ټينګه وساتم، موږ ته پاكټونه او نور خپرنيز توكي راواستوئ.

- د صوبه سرحد له مردان څخه اورېدونكي محمد عثمان مردانوي يو لنډ ليك را استولى چې د تېر جولاى مياشتې په نيمه كې يې ليكلى دى، له سلامونو وروسته يې د يوې ډاډګېرنې په ترڅ كې ليكلي: څه موده مخكې په چارسده كې ملك دښمنه كسانو څلور تنه چينايان ووژل، دا يو ډېر ناوړه جرم و، موږ ټول يې، نوموړى وايي، سخته غندنه كوو او د قربانيانو له كورنيو سره خپله ژوره همدردي څرګندوو. اورېدونكى محمد عثمان مردانوي وايي: په دغه شان ورانكارو عملونو د پاكستان او چين ترمنځ دوستي هېڅكله هم نه ورانېږي.

- دغه بل ليك را اخلم چې د بلوچستان له پشين څخه بدر الدين عزيزي را استولى دى. له خپلو ملګريو هر يو محمد نعيم آزاد، عبد الباري حيران او محمد هارون سرحدي سره په ګډه يې د پښتو خپرونې كاركوونكيو، په صوبه سرحد كې نثار احمد احمدي، سعيد الرحمان بهير، فضل الله عمري، معشوق جان كاموال، عرفان الله عرفان، په ژوب كې بشريار مندوخېل، په امريكا كې خوږ ژبي سندر غاړي حيات كاكړ او نورو ټولو اورېدونكيو ته يې سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې دي. بيا سمدلاسه په ګيله پيل كړى او ليكلي يې دي: عمران صاحب! اوس زموږ په اړه ستاسو په رويه كې ډېر توپير راغلى، نه پوهېږم چې لامل يې څه دى، موږ په رښتينې توګه اړيكې نه درسره ساتو او كه تاسو؟ خو له دې ځايه، اورېدونكى بدر الدين عزيزي ليكي، ستاسو ناخوالي برېښي، يو خو زموږ ليكونه بشپړ نه خپروئ او تر نومونو مو ورلنډوئ او بل مو كله نا كله يو غزل يا نظم په ډېره خوارۍ درليكلى وى خو تاسې چندان ارزښت نه وركوئ. بله تر ټولو د يادونې ځانګړې خبره دا ده، اورېدونكى عزيزي وايي، چې ستاسو پښتو هېنداره، موږ څه وكړو چې موږ ته نه رارسېږي، بس په بېجېنګ كې چاپ شي او همالته پاتې شي. بيا زياتوي: ستاسې دې ياد وي چې له پښتو هېندارې سره زه تر لېونتيا پورې مينه لرم، او ما ته يوازې لومړۍ څلور ګڼې رارسېدلې دي، پاتې چې څو چاپ شوې وي ټولې غواړم، خامخا يې غواړم. د اورېدونكي بدر الدين عزيزي له ليك مننه كوو، او ډاډ وركوو چې زموږ په رويه كې هېڅ بدلون نه دى راغلى، د موږ او اورېدونكي پروګرام ستاسې ټولو اورېدونكيو د ليكونو پروګرام او ستاسې خپل پروګرام دى، ستاسې په ليكونو او ګټورو خبرو هر وخت ښكلى وي، ښې او ګټورې خبرې مو هر وخت خپرې كړې، يوازې كله ناكله د وخت د كموالي او د اورېدونكيو د ليكونو د ډېروالي له امله يوازې د نومونو په اخيستو بسيا كوو، هيله ده زموږ ترمنځ ملګرتيا او اړيكي تل پياوړې او ژوندۍ پاتې شي، او د پښتو هېندارې په اړه بايد ووايم چې د پښتو هېنداره چې كله نوې له چاپه راووځي نو سمدلاسه يې ټولو اورېدونكيو ته وراستووو، هيله ده ستاسو پته سمه وي او په راتلونكي كې نوې ګڼې په ډاډمنه توګه ترلاسه كړى شئ.

- اوس نو بيا درنو اورېدونكيو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، نېكمرغه كوچينى اختر يو ځل بيا درته مبارك او بختور غواړم، هيله ده په خوشالۍ يې تېروئ، راځئ چې اوس موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د فيض فايض يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د فيض فايض سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، تاسې كولى شئ پر دغه پروګرام سربېره زموږ نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم ولولئ او واورئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.