<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 19:21:51    
د کمونست ګوند له ١٦ م ملی کانګرس راهيسی د چين ساينس او تکنالوژۍ زيات پرمختګ کړی دی

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د علومو او تکنالوژۍ وزارت مرستيال لی شيو يونګ د اکتوبر په ١٦ نېټه په بيجينګ کې وويل په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند له ١٦ م ملی کانګرس راهيسی د چين ساينس او تکنالوژۍ زيات پرمختګ کړی چې له مخې يې د علومو او تکنالوژۍ ځواک پياوړی شوی او هم د هېواد اختراعی توان لوړ شوی دی.

ښاغلی لی شيو يونګ دغه څرګندونې په همدی ورځ د چين د کمونست ګوند د ١٧ مه ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې. هغه زياته کړه چې له پنځو کلونو راهيسی د انسان وړونکی فضايی بيړۍ، پيوند شويو شولو او غوره کمپيوترونو په شمول د علمی تکنالوژۍ يو لړ برياليتوبونه تر لاسه شوي، د لوړې کچې تکنالوژۍ او تجهيزاتو د څيړنې توان لوړ شوی او د اقتصادی جوړښت د تنظيمولو، د کرنې او کليوالو سيمو او هم د بزګرانو د ستونزو د حل او د خلکو ژوند د ښه والی په برخه کې د علومو او تکنالوژۍ مهم رول پياوړی شوی دی.