د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند ١٧ م ملی کانګرس د اکتوبر په ١٦ نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شو. د چين د کمونست ګوند د عمومی منشی هو جين تاو په شمول عمده مشرانو د ځينو پلاويو په مباحثو کې ګډون وکړ او له استازيو سره يې په ګډه پر وړاندی شوی راپور غور وکړ.
رئيس هو جين تاو په همدی ورځ د جيانګ سو ولايت پلاوی په بحث کې ګډون وکړ او د استازيو د ويناوو له اوريدولو وروسته يې د دغه پلاوی د يو استازی په توګه د دغه راپور په اړه خپله وينا وکړه. هغه زياته کړه چې دغه راپور د کمونست ګوند او د بېلا بېلا قومونو د خلکو د ذهني زيار نتيجه ده. په غونډه کې له بحث وروسته به دغه راپور هرو مرو په نژدی راتلونکی کې د چين د ځانګړي سوسياليسزم سياسی اعلاميه او د عملياتو اصول وي.
د چين صدراعظم ون جيا باو، د سياسی بيورو د دايمی کميټې غړی جيا چين لين او وو ګوان ځنګ په جلا جلا توګه د سه چوان، بيجينګ او داخلی مغولستان پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.