<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-16 20:01:48    
خبری رسنۍ د چين د کمونست ګوندد ١٧ م ملی کانګرس غونډې ته ډېره پاملرنه کوي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند ١٧ م ملی کانګرس غونډه د اکتوبر په ١٥ نېټه په بيجينګ کې پرانستل شو. د چين په سياسی ډګر کې دغې مهمې پېښې ته په وروستيو ورځو کې کورنيو او بهرنيو خبری اژانسونو ډېره پاملرنه کړې ده.

د چين عمده ورځپاڼو د اکتوبر په ١٦ نېټه په خپلو لومړيو پاڼو کې د دغې غونډې اړوند خبرونه او د چين د کمونست ګوند د عمومی منشی هو جين تاو اړوندد راپور په اړه ليکنې خپرې کړې دي. بېلا بېلو خبری اژانسونو څرګنده کړې چې دغه راپور د چين د ځانګړيو سوسياليستی چارو سياسی اعلاميه او د عملياتو اصول دی او د خوښی وړ ټکي پکې څرګند شوي دی.

د تايوان بېلا بېلو خبری اژإنسونو د اکتوبر په ١٦ نېټه د دغې غونډې د پرانيستلو اړوند خبرونه ور کړي چې د دولت رئيس هو جين تاو په راپور کې د تايوان مسئلې په اړه څرګندونې ته زياته پاملرنه شوې ده.

دغه راز د هانکانګ او مکاو بېلا بېلو ورځپاڼو هم د اکتوبر په ١٦ نېټه هم د دغې غونډې پرانستنې او د دولت رئيس هو جين تاو د راپور په اړه رپوټونه خپاره کړي او څرګنده کړې يې ده چې په دغه راپور کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پيل له ٢٩ کلونو راهيسی تجربې راغونډې شوې چې د دغې تګلارې د دوام ټينګ هوډ څرګندونه کوي.

د سينګاپور، ماليزيا، اندونيزيا، هند او پاکستان په شمول د زياتو هېوادنو بېلا بېلو خبری اژانسونو هم د دغې غونډې په اړه خبرونه خپاره کړي دي.