د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د اکتوبر په ١٦ نېټه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې عمومی منشی هو جين تاو ته د مبارکی ټلګرام
مخابره کړ او پکې يې د دغه ګوند د ١٧ ملی کانګرس د پرانيستلو مبارکی ويلی ده.
ده وويل پاکستان باور لري چې دغه کانګرس به د چين د هراړخيز پرمختګ، سولې او سمسورتيا د تر سره کولو په بهير کې د يو مهم تړاو په توګه وګڼل شي.
ده زياته کړه پاکستانيان د خپلو چيني ملګرو د سترو برياليتوبونو او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا له لارې د خپلمنځۍ دوستۍ د ټينګتيا له امله ډېر خوښ دي.