د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د تشکيلاتو څانګې مرستيال اوو يانګ سونګ د اکتوبر په ١٧ نېټه په بيجينګ کې وويل په مثبته توګه د سياسی نظام د اصلاحاتو او د سوسياليستی ديموکراتيک سياست پرمختګ د چين د اصلاحاتو او پرمختګ يوه مهمه دنده ده.
نوموړی دغه څرګندونې د چين د کمونست ګوند د ١٧ م ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې. هغه زياته کړه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلی کولو راهيسی د سياسی نظام په اصلاحاتو کې ښې پايلې تر لاسه شوي دي. د بېلګی په توګه د ملی کانګرس پر نظام باندی ټينګار ، د ټاکنو له لارې د دغه کانګرس د استازيو د غوراوي بهير ولسواليو ته پراخ شوی او د هېواد لارښوونې نظام اصلاح او بشپړ شوی دی.