<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 19:53:07    
د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی ګانګرس د مشرانو ډلې دوهمه غونډه تر سره شوه.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د مشرانو ډلې د اکتوبر په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې د رئيس هو جين تاو په مشرۍ دوهمه غونډه تر سره کړه.

د دغه کانګرس سرمنشی ځنګ چينګ هونګ د چين د کمونست ګوند د اوولسمې مرکزی کمېټې د غړيو، نوماندانو او د انضباط د مرکزی کميسيون د غړيو نوماندانو د ليستونو په اړه معلومات ورکړل.

په دغه غونډه کې د ګوند د شپاړسمې مرکزی کمېټې د راپور، د انضباط د مرکزی کميسيون د کاری راپور او د چين د کمونست ګوند د منشور د تعديل پاڼې درې مسودې تصويب کړې او پرېکړه يې وکړه چې هر پلاوی د دغو دريو مسودو په اړه بحث وکړي.