<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-17 20:09:01    
د چين کمونست ګوند د خپل ځان جوړونه پياوړی کوي

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې ، د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د تشکيلاتو څانګې مرستيال اوو يانګ سونګ د روانې مياشتې په ١٧ نيټه په بيجينګ کې وويل چې په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند له شپاړسم ملی کانګرس راهيسی دغه ګوند د اصلاحاتو او نوښت له لارې ګوندی جوړونې ته دوام ورکړي او ستر برياليتوبونه يی ترلاسه کړی دی .

نوموړی دغه څرګندونې په همدی ورځ د چين د کمونست ګوند د اووه لسم ملی کانګرس د مطبوعاتی مرکز په يوه خبری ناسته کې وکړې . هغه وويل چې دغه ګوند له پنځوکلونو راهيسی د پرمختګ يو لړ علمی نظرونه او ستراتيژيک افکار وړاندی کړی ، د ګوند بنسټيز سازمانونه او غړی يی زيات او پياوړی کړی چې له مخې يی د ګوندی غړيو مخکښ رول پياوړی شوی او دغه راز په ګوند کې دېموکراسی پراخه شوې چې په ترڅ کې يی په علمی او دېموکراتيکه توګه پريکړه کولی شی .