د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د سپورتي لوبو عمومی ادارې مشر ليو پنګ د اکتوبر په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې خبري رسنيو ته وويل: په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چين د پلاوی لوبغاړيو شمير پنځه سوه او اويا تنو ته ورسيږي چې دغه اندازه د اولمپيک د تيرو لوبو په پرتله زياته ده.
هغه وويل: د روان کال د سپتمبر تر پايه پورې، د چين پنځه سوه تنه لوبغاړيو د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړی. د اټکل له مخې: په راتلونکی کې به نور اويا تنه لوبغاړی دغه حق تر لاسه کړي.