<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-18 18:51:24    
د خولونبير لويو څړځايونو د بيا شنه کيدو لپاره هڅه

cri

د خولونبير په نامه لوي څړځايونه د چين په شمال داخلي مغولستان کې پراته دي چې ځمکه يې حاصلخيزه او واښه يې ډېر زيات و او اوبه يې رڼې وې ، خو په وروستيو کلونو کې د دغې سيمې ايکولوژيکي څاپيريال په پرله پسي توګه سختيږي ، نو له دې امله اوس په دغه سيمه کې ځايي حکومت او خلک د خولونبير لويو څړځايونو د بيا شنه کيدو لپاره هڅه کوي ٠  

أسمان شين وی ، د جهيل اوبه رڼې او څړځايونه مو شنه وي ، دغه سندره په ځانګړي توګه د خولونبيرښکلواو لويو څړځايونو لپاره ليکل شوې ده ، په خولونبير سيمه کې د نړۍ تر ټولو ډېرلوي او پراخ طبيعي څړځايونه شته دي او هم په چين کې د شنو او پاکو حيواني خوراکونو د برابرولو لپاره ترټولو لويه اډه ده ،خو په وروستيو کلونو کې د پرله پسې وچکاليو او د کورنيو څارويو د شمير د ډېروالي له امله د خولونبير په څړځايونو کې د وښو ګڼوالی کم شوی او د وښو ډولونه يې هم لږ شوی دی ، چې د پسونو او غوايانو د خوړلو اړتياوې نشي پوره کولای ، د دغې سيمې د طبيعت ساتنې د ادارې مرستيال ښاغلي ليو سونګ تاو زمونږ خبريال ته وويل  له ١٩٨٦ کال څخه تر ٢٠٠١ کاله پورې د دغې سيمې ايکولوژيکي سيستم په بنسټيزه توګه ساتل شوی و، خو له ٢٠٠١ کاله وروسته د پرله پسي وچکاليو له امله ددغې سيمې څړځايونه له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي ، د دغه ښار د هايرال علاقه دارۍ د کرنې او مالدارۍ د ادارې مشر ښاغلي باګن هم په دې اړه وويل او س د خولونبير څړځايونو ټول چاپيريال وروسته پاتې شوی دي ، دا يو حقيقت دی ، مونږ يې بايدومنو، د څړځايونو د سختوالي په وړاندې په وروستيو کلونو کې د خولنبير حکومت پريکړه وکړه چې د څړځايونو ساتنې او د ايکولوژيکي چاپيريال د بيا اعاده کولو کارونو ته ستر اهميت ورکړي ، او په دې اړه يې راز راز تدبيرونه هم نيولي دي ، په دې اړه ښاغلي باګن وويل پخوا په خولنبير څاړځايونو کې اووه مليون څارويان روزل کيدل ، خو اوس ددغه ښار حکومت پريکړه کړې چې هرکال يو مليون څارويان کم کړي ، تراوسه پوري د کورنيو حيواناتو شمير پنځه مليونو ته کم شوي دي ، د پلان له مخې به تر راتلونکي کاله پورې د څارويانو شمير څلور مليونو ته کم شي ٠

د ځايي کارپوهانو په وينا په هر يو هکتار غوره څړځای کې يوازي د يو کال لپاره يو پسه روزل کيږي ، که يو مليون څارويان کم شي نو دا معنا لري چې يو مليون هکتاره څړځايونه به په ښه توګه وساتل شي ، خو څړځايونه د مالدارانو د ژوند بنسټيز ځای دی ، د څړځايونو د کميدو او په څړځايونو کې د څارويانو د روزنې کار دکځميړۍ له امله به د مالدارانو عايدات هرومروکم شي ، د دغې مسئلې په وړاندې د خولنبير ښاروالۍ د مالدارانو لپاره يوه لاره وښووله ، سر له ٢٠٠١ کال څخه ښاروالۍ د اتيا مربع کيلومترو په ساحه مالګينه ځمکه کې د شيدوورکوونکو غواګانو روزنې لپاره پنځه ديرش نمونوي ځايونه جوړکړل ، مالداران کولای شول چې يو ځای په اجارې سره يو ځای واخلي او شيدې ورکوونکي غواګانې پکې وروزي ، دغه راز دوي کولای شول چې په اجاره کړې ځمکه کې جوارونه وکري ، مالدارانو د

له جوارو څخه په ګټه اخيستنې سره د شيدې ورکوونکو غواګانو خوراکونه برابرکړي چې له دې امله دکورنيوڅارويووده هم تامينيږي او هم د څړځايونو ايکولوژيکي چاپيريال ساتل کيږي ٠

دوه پنځوس کلن مالدار وو چانګ شنګ زمونږ خبريال ته وويل  په اجارې سره د يو څړځای اخيستنې مخکې زمونږ کلني عايدات يوازي شل او ديرش زره يوانه وو ، خو دغه ځای ته له رسيدو وروسته مو مياشتني عايدات نژدې دوولس زره يوانو ته رسيدلي دي ٠

برسيره پر دې د خولنبير ښاروالي هم څرګنده کړې د کرنيزو او مالدارۍ سيمو ښاري کيدل او په منظمه توګه له مالداري سيمو څخه ښارګوټيو ته ليږديدل د ځايي څړځايونو د ساتنې لپاره بنسټيزکار دی او دا د چين په نورو ځايونو کې د نويو کليو ابادۍ له تګلارې سره سمون خوري ، د معلوماتو له مخې په روان کال کې د خولنبير په هاي لار علاقه دارۍ کې د نويو کليو د ابادۍ په پروژو کې څه باندې اوه مليونه يوانه لګول شوي دي ٠