د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د روغتيا وزارت مرستيال ګاو چيانګ د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: د چين حکومت به د لا زياتو پانګو لګولو او د وګړو پر غاړه د بارونو کمولو تدبيرونه غوره کړي چې ټول وګړی له اساسی طبی خدمتونو څخه برخمن شي.
ښاغلي ګاو چيانګ دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس په مطبوعاتی مرکز کې وکړې.
د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو په دغه کانګرس کې په خپل راپور کې وويل چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې به د چين ټول وګړي اساسی طبی خدمتونه څخه لاس رسی ولري.