د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د تبت د خپلواکی سيمې مشر چيانګ با پون څوګ د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل: د تبت وګړي د قومی سيمې د خپلواک نظام پر بنسټ له بشپړې ازادۍ څخه برخمن دي.
ښاغلي چيانګ با پون څوګ وويل: تر اوسه په تبت کې د نفوسو جوړښت نه بدل شوی او د تبتی قوم د وګړيو شمير د تبت د عمومی نفوسو په سلو کې دوه نوی برخه جوړوي، د هان قوم د وګړيو شمير يوازی په سلو کې پنځه برخه نيسي او د نورو لږکيو شمير په سلو کې دری برخه دی.