د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د ښوونې چارو وزير جو جي د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: اوس د چين حکومت په پوهنتونونو او منځنيو مسلکې ښوونځيو کې له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستې سيستم د جوړولو لپاره هڅې کوي. په راتلونکې کې به د مرستې تر لاسه کوونکيو زده کوونکو شمير شل مليونو ته ورسيږي.
ښاغلي جو جي په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل: د ياد شوی نوی سيستم سره سم به په راتلونکې کې هر کال د چين مرکزي حکومت او د بېلا بېلو کچو حکومتونه به په ګډه له دغو زده کوونکو سره د مرستې لپاره پنځوس مليارډ يوانه ولګوي چې بی وزلي زده کوونکی په عادی ډول په پوهنتونونو يا فنی ښوونځيو کې زده کړې وکړي.