د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ د ښاروال مرستيال او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د اجرايوی کميټې مرستيال ليو جينګ مين د اکتوبر په نولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل: په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د امنيت ساتنې کارونه تامين شی .
ښاغلي ليو جينګ مين دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې. هغه وويل: چين د اولمپيک د نړيوالې کميټې د غوښتنې سره سم، د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې په اړه يو اغيزمن او سالم لارښوونکی سيستم جوړ کړې او ترڅنګ اړوند کارکوونکيو او څانګو د تيرو لوبو مثبتې او منفی تجربې راټولې او يو لړ نړيوال تخنيکي تدبيرونه يې غوره کړيدي.