د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د پوهنی ملکيت حق د ادارې مشر تيان لي پو د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې خبري رسنيو ته وويل: د چين حکومت د پوهنی ملکيت حق په اړه د مسئلې له سياسی کېدو سره مخالفت کوي.
ښاغلي تيان وويل: دغه مسئله يوه نړيواله مسئله ګڼل کېږي. د پوهنی ملکيت حق ساتل له نړيوالي همکارۍ سره تړاو لري. دغه همکاری بايد د خبرو اترو پر بنسټ تر سره شي. نو د چين حکومت د پوهنی ملکيت حق په اړه د مسئلې له سياسی کيدو او د فشار له راوړلو سره مخالفت کوي.