د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ ښاروالۍ مرستيال او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د اجرايوی کميټې مرستيال ليو جينګ مين د اکتوبر په نولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل: په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونو د دغه ښار د ابادۍ لپاره مهم رول لوبولی دی.
ښاغلي ليو جينګ مين دغه څرګندونې په همدې ورځ د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې. هغه وويل: د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه په نړۍ کې د بېجينګ شهرت زياتوي او په ښکاره توګه يې د بېجينګ اقتصادی پرمختګ پياوړی کړي دی. دغه راز د بېجينګ ښاری توان او خدمتونه ګام په ګام لوړيږي چې د چاپيريال، ترانسپورت، ښاری اساسی تاسيساتو په ساحو کې چټک پرمختګ مومي.