د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د نفتو او کيميا صنعت له تصديو څخه راغلی د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس استازي لي ژو پينګ د اکتوبر په نولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: په دغه کانګرس کې د عمومی منشی هو جين تاو په راپور کې د ايکولوژيکې چاپيريال د ساتلو نظر به د نوی ډول صنعتی تصديو د جوړولو لپاره واقعی او لارښوونکی اهميت لري. د انرژۍ توليدونکی تصدۍ بايد د بشريت او طبيعت ، د تصديو او ټولنې او د انرژۍ او چاپيريال ترمنځ همغږي پرمختګ ته ډېره پاملرنه وکړي.
ښاغلي ليو دغه څرګندونې په همدې ورځ د دغه کانګرس په مطبوعاتی مرکز کې د اساسی ګوندي پونټونو ابادۍ او د نويو حالاتو او نويو دندو تر نامه لاندی په يوه مطبوعاتی غونډه کې وکړې.