د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس له پيل راهيسي، د دغه کانګرس استازي او د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيال اسماعيل احمد ، ګو شيو ليان، ژه دي او وو يون چي مو ګه په ګډون يو شمير مرستيالانو د پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ او دوی د دغه ګانګرس د راپور لوړه ستاينه وکړه.
ښاغلي اسماعيل احمد د شين جيانګ پلاوی په بحث کې وويل: دغه راپور په سياسی، ايډيالوژيکې او تيوريکې لحاظه د چين د کمونست ګوند مرکزي کميټې د لارښوونکې ډلې د سويې او توان ترجمانی کوي.
دغه راز، د دغه کانګرس استازي او د دولتی شورا غړي تانګ جيا شيوان، هوا جيان مين او چين جي لي په ګډون يو شمير مشرانو په تېرو څو ورځو کې د يو شمير پلاويو په بحثونو کې هم ګډون وکړ.