<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-10-20 20:20:26    
موږ او اوريدونکی

cri
عمران –  په پيل كې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، خبرې نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- په پيل كې د اورېدونكي د افغان كلتوري بهير د مشر سيد وارث حنيفي ليك را اخلم چې د صوبه سرحد له كوهاټ څخه يې را استولى دى. له خپلو ملګريو هر يو سيد اسلام، سيد واحد الله، سيد عزيز الرحمن، اجمل شينواري، حفيظ الله قلندري اوعنايت الله اوركزي سره په ګډه يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل اورو، ستاسې د خپرونې پروګرامونو اورېدل زموږ د ژوند يوه برخه جوړه شوې ده، ستاسې له دغه خدمت څخه يوه نړۍ مننه كوو. اورېدونكى سيد وارث حنيفي بيا زياتوي: له ډېر وخت نه مې په زړه كې وو چې د امان الله عمران د ژوند په اړه معلومات ترلاسه كړم، بله دا چې، نوموړى وايي، په پښتو انټرنېټ پاڼه كې ستاسې يو څوارلس كسيز عكس دى، كه دغه عكس مو زما او زما ملګريو ته را ولېږه، ډېره مهرباني به مو وي. قدرمنه سيد وارث حنيفي! ستاسې له ليك او نېكو هيلو مننه كوو، دا چې تاسې تل زموږ خپرونې اورئ، موږ هم خوشاله يوو او زيار باسو چې ستاسې خوښې لا نور ګټور او په زړه پورې پروګرامونه وړاندې كړو، زما او يا هم د خپرونې د نورو كاركوونكيو په اړه كه غواړئ معلومات ترلاسه كړئ، كولى شئ د ټولو ژوند ليكونه د سي آر آى پر پښتو وېبپاڼه ولولى، او هم د ټولو كاركوونكيو عكسونه وګورئ.

- دغه بل ليك له مانسهرې څخه د لغمان كلب غړي عين الدين ارماني را استولى دى. د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي:زه او زما ملګري هر يو جمعه الدين احمدزى، محمد الدين عاجز، وزير جګرخون، عصمت الله عصمت، اشرف ګلزار، خان آغا او شيرين حسين ټول ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورو. بيا وايي: ستاسې پروګرامونه مې ډېر خوښ دي، پروګرامونه مو په رښتيا هم ډېر په زړه پورې دي. اورېدونكى عين الدين بيا زياتوي: د چيني ژبې له زده كړې سره مې ډېره مينه ده او غواړم چې يوه ورځ د چين پر لار سفر وكړم، خو له بده مرغه، نوموړى وايي، چې پيسې نه لرم.

- دهمدغه لغمان كلب يو بل غړى رحمت الله هم په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: ستاسو ټولې خپرونې په ډېره مينه اورږ، زه د شپږم ټولګي زده كوونكى يم، ستاسو د خپرونې پته مې، نوموړى وايي، له جمعه الدين احمدزي څخه واخيسته، ماته يې د ليك لېږلو لار هم راوښوده. د لومړي ليك په درلېږلو كې يې هم راسره مرسته وكړه، خو هغه ليك مې، دى زياتوي، تاسې ته نه دى در رسېدلى، اوس دا دى بيا ليك درلېږم هيله ده چې په پروګرام كې يې خپور كړئ.

- بيا هم د لغمان كلب يو بل غړي سيد امان ايوبي موږ ته يو ليك را استولى، او د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه په افغانستان كې د لغمان يم، او اوس په مانسهره كې د اچړيانو په حاجي آباد كې اوسېږم، او كور مې د ډاګ تر څنګ دى. ستاسې ټولې خپرونې اورم. زموږ وطن لغمان يو ډېر ښكلى ځاى دى. يوه مياشت كېږي، اورېدونكى سيد امان ايوبي وايي، چې له لغمان څخه راغلى يم. زموږ وطن ډېره ښه تازه هوا درلوده، او زما د زړه ارمان پوره شو، دى زياتوي، چې خپل وطن مې په خپلو سترګو وليد. بيا وايي: خو اوس خلك د چين ډېره ستاينه راته كوي، زړه مې غواړي چې يوه ورځ د چين پر لور سفر وكړم، خو پلار مې راته وايي چې ته زما يو زوى يې، چين به دې خوښ شي، هلته به پاتې شوى وې او بيا به نه راځې، نو بچيه زما زړه نه درباندې كېږي، سهار وختي ښوونځي ته ځه او هلته خپله زده كړه كوه. نو سيد امان ايوبي ستا له په زړه پورې ليك او كيسې مننه، پلار دې په رښتيا هم ښه درته وايي، اوس ستا د زده كړې وخت دى، كله چې دې زده كړې بشپړې كړې نو بيا كولى شې چې د چكر او يا هم د نورو زده كړو لپاره هر چېرې چې دې زړه غواړي سفر وكړې.

- همده ته ورته د ده ملګري جمعه الدين هم يو ليك را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: د لغمان كلب غړى يم او ستاسې خپرونې په ډېره مينه اورم. خو يوه خبره ده، نوموړى وايي، چې تاسې په پروګرام كې سندره زياته نه پرېږدئ، له تاسو نه هيله كوم چې د خپرونې وخت مو زيات كړئ او سندرې په كې د لږ څه اوږده وخت لپاره پرېږدئ! اورېدونكى جمعه الدين هم د خپل ملګري سيد امان په شان يادونه كوي او ليكي: زه غواړم چې چين ته يو ځل سفر وكړم، خو خبره دا ده چې په كور كې راته وايي، چين ته مه ځه، چين يو ښكلى وطن دى، هلته به خوشاله وې، كور به درنه هېر او ښوونځى به هم درنه پاتې وي. يو څو ورځې كېږي، اورېدونكى جمعه الدين وايي، چې زما ورور در روان شوى دى او وايي چې يو ځل چين و نه ګورم كه په كور پاتې شم!! نو ګرانه اورېدونكيه، د خپل ورور احوال ته په تمه شه، هغه به درته د چين په اړه كيسې او احوال دركړي نو بيا ته هم خپله پرېكړه كولى شې، خو خپلې زده كړې ته بايد هر وخت پام وكړې او تر څه زيات ارزښت وركړې.

- د لغمان كلب يو بل غړ ي عصمت الله عصمت هم په خپل ليك لومړى د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دېر وخت كېږي چې د سي آر آى له خوا د ليك ترلاسه كولو ته په تمه وم. يوه مياشت مخكې مې تاسو ته يو ليك در استولى و، چې ځواب مې يې په دې نژدې وخحت كې ترلاسه كړ، ډېر زيات پرې خوشاله شوم. بيا ليكي: زه غواړم چې له تساو سره د ليكونو له لارې خپل اړيكي ټينګ وساتم. زه په نهم ټولګې كې زده كړه كوم او اوس د خپل ټولګي درېيم نمره يم. اورېدونكى عصمت الله هم د خپلو نورو ملګريو په شان يادونه كوي او وايي: موږ په پاكستان كې د له خپل هېواد لرې ژوند كوو، بېوزلي يوو، كه خداى دنيا او دولت راكړ نو زه به، دى وايي، د چين ښكلې منظرې په خپلو سترګو وګورم. اورېدونكي عصمت الله يوه ټوكه ليكلي: او وايي: يوه ورځ يو غلمه د يو كور دېوال سورى كاوه. د كور څښتن ورته راغى، او ترې ويې پوښتل، څه كوې؟ غله ځوا وركړ: ډول وهم. د كور څښتن وويل: دا څنګه ډول دى چې غږ يې نه اورېدل كېږي؟ غله ورته وويل: د دغه ډول غږ به سبا واورې.

- له مانسهرې څخه د پاك افغان كلب مشرې بي بي شمايلې هم ليك را استولى او ليكي: زه د چين نړويالې راډيو كاركوونكيو ته ډېر ډېر سلامونه وايم. ستاسو له خوا ماته ليك راورسېد، ډېره خوشاله شوم. زمانورې ملګرې: صديقه، ورده، ماريه او صايمه هم تاسو ته سلامونه وايي، او د پروګرامونو ستاينه مو كوي.اورېدونكې شمايله بيا وايي: د افغانستان د جشن په اړه پروګرام مې واورېد، ډېر په زړه پورې و او هم مې زيات خوښ شو.

- درنو اورېدونكيو مخكې له دې چې سندرې ته ور ورسېږو، غواړم يادونه وكړم چې تاسې اورېدونكي پښتو خپرونې ته د خپل ژوند په اړه وليكئ، په شاو خوا سيمه كې مو وضعه د كيسې په ډول له نورو اورېدونكيو سره شريكې كړئ. د بېلګې په توګه، تاسې چېرې ژوند كوئ، كه په پاكستان كې كډوال يئ، نو ټاټوبى مو كوم ځاى دى، ژوند مو څنګه تېرېږي، څه هيلې اوارمانونه لرئ. هيله ده د خپل ژوند د زړه خواله په روانه ژبه راته وليكئ او له نورو اورېدونكيوسره يې شريك كړئ. اوس نو د پروګرام پاى ته ورنژدې شوي يوو، راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د ازرا ناز يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ازرا ناز سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.