د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند صلاحيت لرونکي شخصيت د اکتوبر په شلمه نېټه وويل د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس په راپور کې پرېکړه شوې چې په ټول هېواد کې د ګوندي غونډې د تل پاتې نظام د پلي کولو د ازموينو ساحه پراخه شی او دا به د ګوندي ديموکراسۍ د تامينولو په اړه د کمونست ګوند يو نوی عمل وی .
د کمونست ګوند د تشکيلاتی څانګې مرستيال او يانګ سونګ څو ورځې دمخه وويل د دغه نظام د پلی کولو په ازموينو کې چې په ١٩٨٨کال کې پيل شوې ، څرګند برياليتوبونه تر لاسه شويدي .