د سي ار اې راډيو د خبر له مخې د چين د خلکو ورځپاڼه به د روانې مياشتې په ٢٢ نېټه د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس د بريالي پاي ته رسېدلو د مبارکۍ په موخه يو سرمقاله خپره کړی . سرمقاله وايي د ګوند اوولسم ملی کانګرس د چين د اصلاحاتو اوورخلاصون په حساسه مرحله کې ترسر ه شوی ډيره مهمه غونډه ده او د هو جين تاو په راپور کې د اصلاحاتو او ورخلاصون ، د سوسياليستي عصري ابادۍ د دوام او د شتمنې ټولنې د ودانولو هدف د بشپړتيا لپاره هراړخيز ترتيبات ټاکل شويدي چې دا د عصري ابادۍ ، نړيوالو او راتلونکي په وړاندی د چين د کمونستانو يوه سياسي اعلاميه ده . په خپريدونکې سرمقاله کې ليکل شوي چې راتلونکي پنځه کلونه به په چين کې د شتمنې ټولنې د ابادولو لپاره ډيره حساسه موده وی ، نو ټول ګوند بايد په ښه توګه د علمي پرمختګ د نظريو محتويات او ماهيت وپيژنی.