د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بېلا بېلو ځايونو وګړيو د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس د برياليتوب په اړه خوښی څرګنده کړه.
د شانګهای ښار د هونګ کو سيمې د ګوانګ جونګ لارې دفتر مشر وانګ لی پينګ وويل د چين د کمونست ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې د هېواد د اقتصاد او ټولنې راتلونکی پرمختيايی لور څرګند شو او بېلا بېل اغېزمن تدبيرونه وړاندي شول.
د چانګ شه ښار د دوهمې نساجی فابريکې کارکوونکي چيو شاو هوا وويل د يوې همغږۍ ټولنې د جوړولو په اړه د ګوند په اوولسم ملی کانګرس کې له ټاکل شويو نظريو څخه څرګنديږی چې د چين کمونست ګوند تل د کمزورو فابريکو کارکوونکو ته پاملنه کوی او موږ له دې امله ډېر خوښ يو.