د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس د اکتوبر په ٢١مه نېټه په بيجينګ کې په بريالۍ توګه پای ته ورسيد. د هانکانګ زياتو مهمو ورځپاڼو په دې اړه يو شمېر تبصرې ليکلي دي.
د هانکانګ د دا ګونګ ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې د چين د کمونست ګوند اوولسم ملی کانګرس په ګوندی منشور کې د علمی پرمختګ نظريې او د يوې هوسا ټولنې جوړولو په شمول محتويات ځای شوي چې د کمونست ګوند د لارښوونې نظريه له عصری پرمختيا سره سمون لري او ګوندی تګلار د چين او روانې زمانې ځانګړتياوې لري.
د هانکانګ د شانګ ورځپاڼی خبر ليکلي چې د نوې دورې مرکزی کميټی غړي او نوم اند غړي ځوانان دي او د زياتو خلکو استازيتوب کوي.