د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان خبري رسنيو د اکتوبر په ٢٢مه نېټه خبر ورکړ چې د طالبانو يو جګ پوړی مشر ملاعبدالکبير لوی ملا عبدله کابير د افغانستان په ختيځ کې د جګړی د عمومی قومندان په توګه وټاکل شو.
په ننګرهار ولايت کې د افغانستان حکومت د استخباراتو څانګې د دې خبر پخلی وکړ چې ملاکبير اوس د دغه هېواد په ختيځ کې پټ دی، خو د دغه هېواد د استخباراتو څانګې د طالبانو د دغې پريکړې په هکله د حکومت غبرګون څرګند نه کړ.
د روان کال له پيل راهيسی په افغانستان کې امنيتی ستونزې او د طالبانو وسله وال فعاليتونه زيات شوي دی. په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا د زورزياتی بريدونو او نورو پوځی فعاليتونو له امله پنځه زره او دوه سوه تنه وژل شوي چې د ٢٠٠٦ کال په ټولې په موده کې د وژل شويو کسانو شمير په پرتله زيات دي.