د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د خلکو ورځپاڼه به د اکتوبر په ٢٣ نېټه د چين د سوسياليستی چارو د ټينګ لارښوونکی زړی په نامه يوه سرمقاله خپره کړي. په دغه سرمقاله کې په ډاګه شوی چې د چين د کمونست ګوند د اوولسمی مرکزی کمېټې په لومړی عمومی غونډه کې د نوی دوری د مشرانو ډلې ټاکنو له پايلې څخه د دغه ګوند او وګړيو ښه نيت څرګندېږي.
په نوموړی سرمقاله کې ويل شوی چې د چين د کمونښت ګوند د اوولسم ملی کانګرس او د اوولسمی دورې د مرکزی کمېټې د لومړۍ عمومی غونډې له جوړيدو څخه څرګندېږي چې د چين کمونست ګوند يو ټينګ او پوخ ګوند دی يو د يووالی او همغږۍ څخه ډک ګوند دی او تل مارکسيزم ساتونکی واکمن ګوند دی.