د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان يو چارواکی د اکتوبر په ٢٤ نېټه وويل : په همدې ورځ د افغانستان د خوست د والی پرضد يو ځان مرګی بريد وشو چې بريدکوونکی پکې ځای پر ځای ووژل شو او دری تنه نور يې ټپيان کړل٠
نوموړی چارواکی وويل : د خوست د والي کاروان د همدې ورځې له غرمې وروسته له خوست ښار څخه په پنځه کيلومترۍ کی له ځان مرګی بريد سره مخامخ شو٠ بريدکوونکی په يو موټر کې چې د چاودنې مواد پکې ځای پر ځای شوي وو ، د والي له کاروان سره وجنګاوه او چاودنه يې وکړه ، په دغه بريد کې د والي دوه تنه ساتندويان او د ولايتی پارلمال يو غړی ټپيان شول ، خو والي ترې روغ وتلی دی٠